Death-The only way to God- آيا عيسٰى مسيح جنت ته د تلو يواځنۍ لاره ده؟
سوال: آيا عيسٰى مسيح جنت ته د تلو يواځنۍ لاره ده؟
جواب: ”په بنيادى توګه زۀ يو ښۀ انسان يم، نو زۀ به جنت ته ځم.“ ”ټيک ده، زۀ څۀ خراب کارونه کوم، خو ښۀ کارونه زيات کوم، نو په دې وجه به زۀ جنت ته ځم.“ ”خدائ پاک به مې صرف په دې وجه دوزخ ته لېږى څۀ چې زۀ خپل ژوند د مُقدس کتاب په مطابق نۀ تېروم. خو وخت بدل شوې دې!“ صرف هغه حقيقى خراب خلق لکه د ماشومانو سره زنا کوونکى او قاتلان به دوزخ ته ځى.“
د اکثرو خلقو ټول يو شان عقلى دليلونه وى، خو رښتيا دا دى، چې دا ټول دروغ دى. شيطان د دنيا بادشاه، د خلقو په دماغو کښې دا سوچونه ږدى. هغه، او چې څوک د هغۀ په لاره ځى نو هغه د خدائ پاک دښمنان دى. (د پطروس په نوم اول خط ٥: ٨) شېطان هر وخت خپل شکل بدلوى چې ښۀ ښکارى شى. (د کورونتيانو په نوم دويم خط ١١: ١٤)، خو هغۀ هغه ټول ذهنونه قابو کړى دى چې کوم د خدائ پاک سره تعلق نۀ لرى. ”شيطان، د بدې دنيا خدائ هغه ټول ذهنونه ړاندۀ کړى دى کوم چې ايمان نۀ لرى، نو هغوى د دې قابل نۀ دى چى د زيرى لويه رڼا ووينى کومه چې په هغوى ځلېږى. هغوى د عيسٰى مسيح د شان په باره کښې په پېغام باندې نۀ پوهېږى. کوم چې بالکل د خدائ پاک په شان دې.“
(د کورونتيانو په نوم دويم خط ٤: ٤).
دا ايمان لرل دروغ دى چې خدائ پاک د وړو ګناهونو فکر نۀ کوى، او چې دوزخ صرف ”د بد خلقو“ ځائ دې. ټول ګناهونه مونږ د خدائ پاک نه جدا کوى، اګر که دا ”معمولى دروغ“ هم وى. ټولو ګناه کړې ده، او څوک هم داسې په خپله ښۀ نشته چې جنت ته لاړ شى (د روميانو په نوم خط ٣: ٢٣). جنت له تلل په دې نه دى چې زمونږ نېکۍ زمونږ بد سپک کړى؛ کۀ داسې وى نو مونږ به ټول ګناهونو ختم کړو. ”خو کۀ هغه د خدائ پاک په فضل بچ شى، نو دا د هغۀ د نېک عمل په وجه نۀ ده. نو په دې وجه، د خدائ پاک لوئ فضل په حقيقت کښې داسې نۀ وى، يعنې ”مفت او بغېر د حقدارۍ“ نه. (د روميانو په نوم خط ١١: ٦). مونږ داسې هيڅ ښۀ نۀ شو کولې چې مونږ خپله لاره پرې سمه کړو.
(د تيطوس په نوم خط ٣: ٥)
تۀ د خدائ پاک بادشاهۍ ته صرف په يوه تنګه دروازې تلې شې. او دوزخ ته لوئ سړک تلې دې، او د هغه ډېرو د پاره د دې دروازه لويه ده چې څوک آسانه لاره خوښوى. (متى ٧: ١٣). کۀ هر څوک هم د ګناه ژوند تېروى، او په خدائ پاک باندې يې ايمان خوښ نۀ وى، نو خدائ پاک به هغه نۀ بخښى. ”کله چه تاسو دَ دې دُنيا په کږو لارو روان وئ،اَؤ دَ هوا دَ عمل دارئ دَ حاکِم،يعنې دَ هغه رُوح پسې تللئ کُوم چه اوس په نافرمانو بچو کښې اثر کوى.“
(د افسيانو په نوم خط ٢: ٢)
کله چې خدائ پاک دا دنيا پېدا کړه، نو دا مکمله وه. هر څۀ ښۀ وو. بيا هغه حضرت آدم او بى بى حوا پېدا کړل، او هغوى له يې خپله آزاده مرضى ورکړه، نو چې د هغوى سره دا خوښه وى چې هغه د خدائ پاک فرمانبردارى کوى او کۀ نه. خو حضرت آدم او بى بى حوا هغه وړومبى خلق وو چې خدائ پاک پېدا کړى وو، شېطان هغوى په آزمېښت کښې واچول چې د خدائ پاک نافرمانى وکړى، او هغوى ګناه وکړه. په دې وجه هغوى جدا شول (او هغه ټول چې د هغوى نه پس راځى تر مونږ پورې) د دې نه جدا شول چې د دې قابل شى چې د خدائ پاک سره نزدې تعلق ولرى. هغه مکمل او پاک دې، او د ګناه عدالت کوى. د ګناهګارو په توګه مونږ دا په خپله نۀ شو کولې. نو خدائ پاک به يوه لاره پېدا کړى چې د هغۀ سره په جنت کښې يو ځائ شو. ”خُدائ دَ دې دُنيا سره داسې مينه وکړله چه خپل يکى يو زوئ يې هم ورکړو چه هر هغه څوک چه په زوئ يې ايمان راؤړى هغه هلاک نۀ شى خو دَ تل عُمرى ژوندُون بيا مُومى“ (يوحنا ٣: ١٦) ”ځکه چه دَ ګُناه بدل مرګ دې خو دَ خُدائې بخښنه زمُونږ په مالِک عيسىٰ مسيح کښې دَ تل ژوندُون دې.“ (د روميانو په نوم خط ٦: ٢٣) عيسٰى مسيح د دې د پاره پېدا شو چې هغه مونږ ته لاره وښائى او چې زمونږ د ګناهونو د پاره مړ شى نو چې مونږ د ګناه نه آزاد شو. د هغه د مرګ نه درې ورځې وروستو، هغه د مړو نه پاڅېدو (د روميانو په نوم خط ٤: ٢٥)، او په مرګ باندې يې خپله فتح ثابته کړه. نو هغه په هغه خالى ځائ کښې يو پُل جوړ کړو چې د خدائ پاک او د انسان په مېنځ کښې دې نو چې داسې مونږ د هغۀ سره خپل ذاتى تعلق وساتو خو په دې شرط چې مونږ په هغۀ ايمان ولرو.
” دا تل عُمرى ژوندون دې چه تا وپيژنى چه تۀ يواځې رښتينې خُدائ يې اَؤ عيسىٰ مسيح چه تا را استولې دې.“.(يوحنا ١٧: ٣) اکثر خلق په خدائ پاک ايمان لرى تر دې پورې چې شېطان يې هم لرى. خو د نجات د ملاوېدو د پاره به مونږ خامخا خدائ پاک ته ورګرځو، د خپل ذاتى تعلق د پاره، چې د خپلو ګناهونو نه وګرځو او په هغۀ پسې لاړ شو. مونږ چې څۀ هم لرو يا څۀ هم کوو نه په هغه هر څۀ کښې مونږ له په عيسٰى مسيح باندې ايمان لرل دى. ”يعنې دَ خُدائ له طرف نه صداقت چه په عيسىٰ مسيح دَ ايمان په وسيله هغه ټولو ته ورکړې شى،يعنې هغوئ ټولو ته چه په هغۀ ايمان راؤړى. په دوئ کښې هيڅ فرق نِشته.“ (د روميانو په نوم خط ٣: ٢٢) مقدس کتاب مونږ ته دا ښائى چې د عيسٰى مسيح نه بغېر بله هيڅ لاره د نجات د پاره نشته. عيسٰى مسيح په يوحنا ١٤: ٦ کښې وائى، ”عيسىٰ جواب ورکړو،”زَۀ لار يم،زَۀ حق يم اَؤ زَۀ ژوندُون يم. هيڅوک هم زما دَ وسيلې نه بغير پلار ته نۀ شى راتلې.“
صرف عيسٰى مسيح هغه يواځنۍد نجات لاره ده هغه يواځنې کس دې چا چې زمونږ د ګناهونه سزا وزغمله. (د روميانو په نوم خط ٦: ٢٣). بل يو مذهب هم مونږ ته د ګناه دومره ژوروالې، خطره، او دې نتيجه نۀ ښائى. بل يو مذهب هم د ګناه د پاره د کفارې پېش کش نۀ کوى صرف عيسٰى مسيح د دې بندوبست کوى. بل د يو ”مذهب بنياد کېښودونکې“ هم خدائ پاک نۀ وو چې هغه د انسان په شکل کښې راغلې وى (يوحنا ١: ١، ١٤). د دې د پاره چې دومره لوئ قرض ادا شى. عيسٰى مسيح ځکه د خدائ پاک په شان وو چې هغه زمونږ قرض ادا کړى. عيسٰى مسيح د انسان په شکل جوړ شو د دې د پاره چې هغه مړ شى. نجات صرف په عيسٰى مسيح کښې د ايمان لرلو په وجه ملاوېدې شى! ”دَ بل هيچا په وسيله خلاصُون نِشته ځکه چه په ټوله دُنيا کښې بل نُوم هيچا ته نۀ دې ورکړې شوې چه په هغې مُونږ خلاصُون ومُومو.“.
(اعمال د رسولانو ٤: ١٢)
تۀ چې دلته څۀ لوستلى د هغې په وجه تا د عيسٰى مسيح په باره کښې څۀ فېصله کړې ده څه؟
***
د افسيانو په نُوم خط ٢: ٨-٩
ځکه که ستا په خُله يې دا اِقرار وى چه عيسىٰ مالِک دې اؤ په زړۀ کښې دِ دا ايمان وى چه خُدائ پاک هغه دَ مړو نه راپاڅولو نو تۀ به خلاصُون بيا مُومې.
د روميانو په نُوم خط ١٠: ١٩
خو خُدائ پاک خپله مينه مُونږ ته داسې ښکاره کړه،کله چه مُونږ لا ګُناه ګار وُو نو مسيح زمُونږ دَ پاره مړ ش
د روميانو په نُوم خط ٥: ٨
ځکه چه دَ ګُناه بدل مرګ دې خو دَ خُدائ پاک بخښنه زمُونږ په مالِک عيسىٰ مسيح کښې دَ تل ژوندُون دې.
د روميانو په نُوم خط ٦: ٢٣
زمُونږ دَ مالِک عيسىٰ مسيح اؤ دَ خُدائ پاک پلار دِ ثناء وى،چه دَ عيسىٰ مسيح دَ مړو نه دَ بيا ژوندى کولو په سبب يې په خپل لوئ رحمت سره مُونږ دَ ژوندى اُميد دَ پاره بيا پيدا کړُو.
د پطروس په نُوم اول خط ١: ٣
خُدائ دَ دې دُنيا سره داسې مينه وکړله چه خپل يکى يو زوئ يې هم ورکړو چه هر هغه څوک چه په زوئ يې ايمان راؤړى هغه هلاک نۀ شى خو دَ تل عُمرى ژوندُون بيا مُومى.
يوحنا ٣: ١٦
اشعيا 53
1 كیست كه خبر ما را تصدیق نموده وكیست كه ساعد خداوند بر او منكشف شده باشد؟
2 زیرا به حضور وی مثل نهال و مانند ریشه در زمین خشك خواهد رویید. او را نه صورتی و نه جمالی میباشد. و چون او را مینگریم منظری ندارد كه مشتاق او باشیم.
3 خوار و نزد مردمان مردود و صاحب غمها و رنج دیده و مثل كسی كه رویها را از او بپوشانند و خوار شده كه او را به حساب نیاوردیم.
4 لكن او غمهای ما را بر خود گرفت و دردهای ما را بر خویش حمل نمود. و ما او را از جانب خدا زحمت كشیده و مضروب و مبتلا گمان بردیم.
5 و حال آنكه به سبب تقصیرهای ما مجروح و به سبب گناهان ما كوفته گردید. و تأدیب سلامتی ما بر وی آمد و از زخمهای او ما شفا یافتیم.
6 جمیع ما مثل گوسفندان گمراه شده بودیم و هریكی از ما به راه خود برگشته بود و خداوند گناه جمیع ما را بروی نهاد.
7 او مظلوم شد امّا تواضع نموده، دهان خود را نگشود. مثل برهای كه برای ذبح میبرند و مانند گوسفندی كه نزد پشم برندهاش بیزبان است همچنان دهان خود را نگشود.
8 از ظلم و از داوری گرفته شد. و از طبقه او كه تفكّر نمود كه او از زمین زندگان منقطع شد و به جهت گناه قوم من مضروب گردید؟
9 و قبر او را با شریران تعیین نمودند و بعد از مردنش با دولتمندان. هرچندهیچ ظلم نكرد و در دهان وی حیلهای نبود.
10 امّا خداوند را پسند آمد كه او را مضروب نموده، به دردها مبتلا سازد. چون جان او را قربانی گناه ساخت، آنگاه ذریت خود را خواهد دید و عمر او دراز خواهد شد و مسرّت خداوند در دست او میسّر خواهد بود.
11 ثمره مشقّت جان خویش را خواهد دید و سیر خواهد شد. و بنده عادل من به معرفت خود بسیاری را عادل خواهد گردانید زیرا كه او گناهان ایشان را بر خویشتن حمل خواهد نمود.
12 بنابراین او را در میان بزرگان نصیب خواهم داد و غنیمت را با زورآوران تقسیم خواهد نمود، به جهت اینكه جان خود را به مرگ ریخت و از خطاكاران محسوب شد و گناهان بسیاری را بر خود گرفت و برای خطاكاران شفاعت نمود.
Bahira Omar/بهيرة عمر
۱۶خُدائے دَ دے دُنيا سره داسے مينه وکړله چه خپل يکى يو زوئے ئے هم ورکړو چه هر هغه څوک چه په زوى ئے ايمان راؤړى هغه هلاک نۀ شى خو دَ تل عُمرى ژوندُون بيا مُومى. ۱۷خُدائے خپل زوئے دُنيا ته دَ دُنيا دَ مُجرم کولو دَ پاره نۀ دے راليږلے بلکه دَ دے دَ پاره چه دَ هغۀ په وسيله دُنيا خلاصُون بيا مُومى.
۱۸څوک چه په هغۀ ايمان راؤړى هغه به مُجرم هم نۀ شى خو چا چه پرے ايمان نۀ دے راوړے هغه خو دَ مخکښے نه مُجرم شوے دے ځکه چه دَ خُدائے دَ يکى يو زوى نه مُنکر دے. ۱۹اَؤ دَ مُجرم کيدلو سبب دا دے چه دُنيا ته نُور راغلے دے خو خلق دَ نُور په ځائے په تيارۀ ځکه خوشحاله وُو چه دَ هغوئ کارُونه بد وُو. ۲۰بدکاره سړے هميشه دَ نُور سره کينه لرى اَؤ ځان ترے ساتى هسے نۀ چه دَ دوئ کارُونه څرګند شى. ۲۱هر څوک چه نيک کارُونه کوى هغه نُور ته راځى ځکه چه کارُونه ئے په نُور کښے څرګند شى چه هغه دَ خُدائے په رضا کړى شوى دى.“
۳۵پلار دَ زوئى سره مينه کوى اَؤ هغۀ ته ئے ټول اِختيار ورکړے دے. ۳۶څوک چه په زوئے ايمان راؤړى نو هغه دَ تل ژوندُون لرى، خو څوک چه دَ زوئے نافرمانى وکړى هغه به دا ژوندُون ونۀ وينى ليکن دَ خُدائے غضب په هغۀ دے.“
۲۲بيا دا چه پلار دَ يو کس هم عدالت نۀ کوى بلکه دا اِختيار ئے هم زوئے ته سپارلے دے. ۲۳اَؤ دا دَ هغۀ مرضى ده چه ټول دِ دَ زوئے هم په هغه شان عزت کوى لکه چه دَ پلار ئے کوى. څوک چه دَ زوئے عزت نۀ کوى هغه دَ پلار عزت نۀ کوى چه هغه ئے را استولے دے.
کلام جُسه شو
۱په ازل کښے کلام وو اَؤ کلام دَ خُدائے څخه وو اَؤ کلام خُدائے وو، ۲دغه په ازل کښے دَ خُدائے څخه وو. ۳اَؤ دَ هغۀ په وسيله ټول څيزُونه په وجُود کښے راغلل. څۀ چه په وجُود کښے راغلل، يو څيز هم بغير دَ هغۀ نه په وجُود کښے رانۀ غے. ۴په هغۀ کښے ژوندون وو اَؤ هم دغه ژوندُون دَ بنى آدمو نُور وو. ۵اَؤ نُور په تيارۀ کښے ځليږى اَؤ تيارۀ پرے هيڅ کله هم غالبه نۀ شوه.۱۴نو کلام جُسه شو اَؤ هغه زمُونږ سره اوسيدو اَؤ مُونږ دَ هغۀ لوئى وليده، داسے لوئى لکه چه دَ پلار دَ يو زوئے چه په فضل اَؤ حقيقت معمُور وى.
خُدائے دَ خپل زوئے په وسيله خبرے کړے دى
۱په تيره زمانه کښے خُدائے زمُونږ دَ پلارانو نيکُونو سره ډير ځله په مُختلفو طريقو سره دَ نبيانو په معرفت خبرے وکړلے. ۲خو په دے آخره زمانه کښے ئے مُونږ سره دَ خپل زوى په معرفت کلام وکړو چه هغه ئے دَ ټولو څيزُونو وارِث وګرزولو اَؤ دَ هغۀ په وسيله ئے هم ټول کائنات پيدا کړل. ۳چه هغه دَ خُدائے دَ جلال مظهر اَؤ دَ هغۀ دَ ذات عکس دے اَؤ ټول څيزُونه دَ خپل قُدرت په کلام سمبالوى. هغۀ ګُناهُونه پاک کړل اَؤ په آسمان کښے دَ قادرِ مُطلق خُدائے په ښى لاس کښيناستو.۵هم هغه شان خُوئ لرئ لکه څنګه چه دَ مسيح عيسىٰ وو.۶هغه اګر که دَ خُدائے په صُورت وو دَ خُدائے سره برابريدل ئے په قبضه کښے دَ ساتلو څيز ونۀ ګڼلو. ۷بلکه خپل ځان ئے دَ هغه ټولو اِختيارُونو نه خالى کړو اَؤ دَ غُلام شکل ئے اِختيار کړو، اَؤ دَ اِنسان په شان شو. ۸اَؤ په اِنسانى جُسه کښے ښکاره شو، خپل ځان ئے عاجز کړو اَؤ دومره تابعدار شو چه مرګ، بلکه دَ سولئ مرګ ئے وزغملو. ۹په دغه وجه خو خُدائے هم هغه ډير سربلند کړو اَؤ هغۀ ته ئے هغه نُوم وبخښلو کُوم چه دَ ټولو نومُونو نه اعلىٰ دے، ۱۰دَ پاره دَ دے چه دَ عيسىٰ په نُوم هر يو موجودات په سجده شى، خوا که په آسمانُونو کښے، يا په مزکه کښے، يا هغه چه دَ مزکے دَ لاندے وى، ۱۱اَؤ دَ خُدائے پلار دَ جلال دَ پاره هره يوه ژبه اِقرار وکړى چه عيسىٰ مسيح مالِک دے. ۲۰خو په حقيقت کښے مسيح راژوندے شوے وو. داسے هغه په مړو کښے اولنے ژوندے شوے سړے دے. ۲۱ځکه چه دَ يو سړى په سبب په دُنيا کښے مرګ راغے اَؤ دَ يو سړى په سبب دَ مړو نه راژوندى کيدل راغلل. ۲۲لکه څنګه چه ټول خلق چه دَ آدم اَؤلاد دى، مرى، هغه شان څوک چه دَ مسيح دى ټول به ژوندى کړے شى. ۲۳خو هر يو به په خپل خپل وار، اول مسيح، بيا دَ مسيح په راتلو دَ هغۀ خلق. ۲۴بيا به آخرت راشى، اَؤ کله چه مسيح ټول حُکومتُونه اَؤ ټول اِختيارُونه اَؤ قُدرتُونه نِشت کړى نو بادشاهى به خُدائے، يعنے خُدائے پلار ته په حواله کړى. ۲۵ولے چه تر څو چه مسيح ټول دُښمنان تر پښو لاندے نۀ کړى هغۀ له بادشاهى کول ضرُورى ده. ۲۶اَؤ دَ ټولو نه وروستے دُښمن چه به نِشت کړى، هغه مرګ دے. ۲۷ځکه چه ”خُدائے ټول څيزُونه دَ هغۀ دَ پښو دَ لاندے کړى دى،“ خو دَ ټولو څيزُونو مطلب دا نۀ دے چه خُدائے په دے څيزُونو کښے شامل دے ځکه چه خُدائے دا ټول څيزُونه دَ مسيح دَ لاندے کړى دى. ۲۸اَؤ هر کله چه ټول څيزُونه ئے دَ هغۀ دَ لاندے کړى دى نو زوئے به هم دَ خُدائے دَ لاندے کړے شى چا چه ټول څيُزونه دَ هغۀ دَ لاندے کړل اَؤ دغه شان به خُدائے په ټولو کښے هر څۀ وى.
Summary:
Arabic: http://ow.ly/Yrci8
Arabic 1: https://justpaste.it/rgkt
Arabic 2: https://justpaste.it/11ybv
Arabic- Revealing Islam: http://justpaste.it/q3y5
English: http://justpaste.it/jb82
Urdu: https://justpaste.it/pq41
Farsi: http://justpaste.it/q3y9
Pashto: http://justpaste.it/q3ya
Turkish: http://justpaste.it/q3y0
Kurdish 1: https://justpaste.it/13rdd
Kurdish 2: https://justpaste.it/13rj0
Hebrew: http://justpaste.it/q4vm
Hindi: http://justpaste.it/q64l
Swahili: http://justpaste.it/q4cv
Chinese 1: https://justpaste.it/11czt
Chinese 2: https://justpaste.it/zri0
***
www.pashto-bible.weebly.com -in Pashto