Life after death- د مرګ نه پس ژوند شته څۀ؟
سوال: د مرګ نه پس ژوند شته څۀ؟
جواب: د مرګ نه پس ژوند شته څۀ؟ مقدس کتاب مونږ ته وائى، ”د ښځې نه پېدا شوې انسان د يو څو ورځو دې او د مصيبت نه ډک دې. هغه د ګل په شان وغوړېږى او وچ شى؛ او د تېزې تېرېدونکى سورى په شان هغه نۀ ايسارېږى… که يو سړې مړ شى، نو هغه به بيا ژوندې شى“. (ايوب ١٤: ١-٢، ١٤)؟
د ايوب په شان، تقريباً مونږ ټول د دې سوال سره مخ شوى يو. چې مونږ مړۀ شو نو په صحيح توګه به په مونږ څۀ کېږى؟ يا په ساده توګه زمونږ وجود ختم شى؟ آيا ژوند د تلو يوه تاوېدونکې دروازه ده يا دې دنيا د واپس راتلو لار ده د دې د پاره چې مونږ ته ذاتى لوئى ملاو شى؟ آيا هر يو کس هم هغه يو ځائ ته ځى، يا مونږ بېلو بېلو ځايونو ته ځو؟ په حقيقت کښې جنت او دوزخ شته څۀ، يا دا صرف د عقل پېداوار دې؟
مقدس کتاب مونږ ته وائى چې د مرګ نه پس نۀ صرف ژوند شته، بلکې دومره د شان والا ابدى ژوند چې، ”څۀ چه نۀ سترګو ليدلى،نۀ غوږُونو آؤريدلى اَؤ نۀ دَ اِنسان په زړۀ کښې راغلى دى،
هغه څيزُونه خدائ دَ هغوئ دَ پاره چه ورسره مينه لرى،تيار کړى دى.“ (د کورنتيانو په نوم اول خط ٢: ٩). عيسٰى مسيح، يعنې جوسه شوې خدائ پاک د دې د پاره دنيا ته راغلو چې مونږ له د ابدى ژوندى تحفه راکړى. ”زمونږ د قصورونو په وجه هغه زخمى شو، هغه زما د ګناهونو په وجه زخمى کړې شو؛ زمونږ د آمن سزا په هغۀ باندې وه، او د هغۀ د کوړو په وجه زمونږ علاج شوې دې“. (يسعياه ٥٣: ٥)
عيسٰى مسيح هغه ټوله سزا په خپل ځان تېره کړه چې مونږ ټول يې حقدار وو او خپل ژوند يې قربان کړو. درې ورځې وروستو، هغۀ خپل ځان په مرګ باندې فتح موندونکې ثابت کړو چې کله هغه په روح او جسم سره د قبر نه پاڅېدو. هغه څلوېښت ورځې په دې زمکې پاتې شو او زرګونه خلق يې ګواهان وو چې د هغوى په مخکښې په آسمان کښې خپل ابدى کور ته اوچت شو. د روميانو په نوم خط ٤: ٢٥ وائى، ”هغه څوک چه زمُونږ په قصُورُونو قُربان شو اَؤ زمُونږ دَ صادِق کولو دَ پاره بيا ژوندې کړې شو.“
د عيسٰى مسيح د مړو نه پاڅېدل يوه د ثبوت نه ډکه واقعه وه. پولوس رسول خلقو ته ووئيل چې د دې واقعې د ګواهانو نه د دې د حقيقت په باره کښې سوالونه وشى، او داسې هيڅ څوک هم نۀ وو چې دا حقيقت دروغ وګرځوى. د هغۀ د مړو نه بيا پاڅېدل د يو مسيحى د ايمان د ګوټ کاڼې دې؛ ځکه چې عيسٰى مسيح د مړو نه پاڅېدلې وو، مونږ دا ايمان لرلې شو چې مونږ به هم د مړو نه پاڅېږو.
پولوس رسول هغه وړومبو عيسايانو له خبردارې ورکړو چې کومو په دې کښې ايمان نۀ لرلو: ”نو اوس که هم دغه څۀ مُونږ زيرې آؤروُو چه مسيح له مړو نه بيا را ژوندې شو نو په تاسو کښې ځنې دا څنګه وئيلې شى چه دَ مړو قيامت نِشته؟ ١٣ که دَ مړو قيامت نِشته نو بيا خو مسيح هم نۀ وُو بيا ژوندې شوې.“.
(د کورنتيانو په نوم اول خط ١٥: ١٢-١٣)
عيسٰى مسيح صرف د هغه وړومبنى لوئ رېبلى شوې فصل په شان وو کوم به چې ژوند ته بيا واپس راپاڅېږى. جسمانى مرګ د يو سړى په وجه راغلو، يعنې آدم، چې د کوم سره مونږ تړلى يو. خو هغه هر څوک چې د خدائ پاک په کورنۍ کښې په عيسٰى مسيح باندې د يقين لرلو په وجه شامل وى نو هغۀ ته به نوې ژوند ملاو شى (کورنتيانو په نوم اول خط ١٥: ٢٠-٢٢). لکه څنګه چې خدائ پاک د عيسٰى مسيح جسم پورته کړو، نو د عيسٰى مسيح په واپس راتلو باندې به زمونږ زمونږ مړه جسمونه اوچتېږى.
(کورنتيانو په نوم خط ٦: ١٤)
اګرچې مونږ ټول به ناڅاپه پاڅېږو، خو ټول به په يو ځائ جنت ته نۀ ځى. په دې ژوند کښې به هر يو کس يو خواهش ولرى چې دا اراده وکړى چې د ابدى ژوند د پاره به چرته ځى. مقدس کتاب مونږ ته وائى چې مونږ د پاره دا مقرره ده چې مونږ به صرف يو ځل مرو، او د هغې نه پس به عدالت کېږى. (د عبرانيانو په نوم خط ٩: ٢٧). چې څوک صادق شوى وى نو هغه به په جنت کښې ابدى ژوند ته لاړ شى، خو ايمان نۀ راوړونکى به ابدى سزا يا دوزخ ته ولېږلې شى.
(متى ٢٥: ٤٦)
د جنت په شان، دوزخ هم نه صرف د موجودګۍ بيان دې، بلکې يو بنيادى، او يو حقيقى ځائ دې. دا هغه ځائ دې چرته به چې ايمان نۀ لرونکى خلق نۀ ختمېدونکې او د خدائ پاک ابدى غصه وګورى. هغوى به جذباتى، ذهنى، جسمانى، د شرم په وجه د ضمير تکليف، پښېمانى، او نا اميدى تېروى.
دوزخ ته د بېخ نه بغېر کنده وئيلى شوى دى (لوقا ٨: ٣١، مکاشفات ٩: ١)، د اور ډنډ، چې ګُوګړ په کښې بلېږى، چرته به چې د دې اوسېدونکى شپه او ورځ د همېشه د پاره کړېږى. (مکاشفات ٢٠: ١٠) په دوزخ کښې به ژړا او د غاښونو چيچل وى، چې د لوئ غم او غصې نښه ده (متى ١٣: ٤٢). دا يو داسې ځائ دې، ”چرته چې رغړيدُونکى چينجى چرې نۀ مرى اَؤ اور يې تل تر تله لمبې وهى.“ (مرقوس ٩: ٤٨). خدائ پاک ته د خراب کس وژل هيڅ مزا نۀ ورکوى، خو د هغۀ خواهش دا وى چې د خپلو بدو لارو نه راوګرځېږى نو چې ژوندې پاتې شى (ايزکى اېل ٣٣: ١١). خو هغه به مونږ مجبوروى نۀ چې غاړه کېږدو؛ کۀ مونږ دا خوښه کړو چې هغه نامنظوره کړو، هغه وړوکې خواهش لرى خو مونږ له يې راکوى چې مونږ څۀ غواړو يعنې د هغۀ نه جدا اوسېدل.
په زمکه باندې ژوند يو امتحان دې، يعنې د هغۀ څۀ تيارى ده چې څۀ راتلونکى دى. د ايماندارانو د پاره د خدائ پاک په موجودګۍ کښې يو نغد ابدى ژوندې دې. نو مونږ څنګه صادق کړى شوى يو او د دې جوګه يو چې دا ابدى ژوند مونږ ته ملاو شى؟ صرف يوه لار ده يعنې د خدائ پاک په زوئ عيسٰى مسيح باندې يقين او ايمان ساتل. عيسٰى مسيح ووئيل، ”زَۀ قيامت يم اَؤ زَۀ ژوندُون يم. که څوک په ما ايمان لرى که هغه مړ هم شى نو هغه به بيا ژوندې وى ٢٦ اَؤ که څوک چې ژوندې دې اَؤ په ما ايمان لرى هغه به هيڅ کله هم مړ نۀ شى...“
(يوحنا ١١: ٢٥-٢٦)
د ابدى ژوند مفت تحفه د هر چا د پاره ده، خو دا د دې تقاضا کوى چې مونږ خپل ځانونه د څۀ دنياوى خواهشونو نه وساتو او خدائ پاک ته خپل ځان قربانى کړو. ”څوک چه په زوئ ايمان راؤړى نو هغه دَ تل ژوندُون لرى،خو څوک چه دَ زوئ نافرمانى وکړى هغه به دا ژوندُون ونۀ وينى ليکن دَ خدائ غضب په هغۀ دې.“ (يوحنا ٣:٣٦). مونږ ته به دا موقعه بيا په لاس نۀ راځى چې مرګ نه پس د خپلو ګناهونو نه توبه وباسو دا ځکه چې کله مونږ يو ځل خدائ پاک مخامخ وګورو، نو مونږ سره بله هيڅ خوښه نۀ وى خو دا چې په هغۀ ايمان ولرو. هغه غواړى چې مونږ اوس هغۀ ته د ايمان او مينې سره ورشو. کۀ مونږ عيسٰى مسيح داسې قبول کړو چې د هغۀ مرګ د خدائ پاک خلاف زمونږ د ګناه نه ډکې سرکشۍ د پاره کفاره ده، نو مونږ له نۀ صرف په دې دنيا کښې د مقصد نه ډک ژوند ضمانت راکولې شى، بلکې دا عيسٰى مسيح په موجودګۍ کښې د همېشه ژوند هم دې.
کۀ تۀ عيسٰى مسيح د نجات ورکوونکى په توګه قبلول غواړې، نو دلته يوه ساده دعا ده خو ياد ساته!.د دې دعا يا د بلې دعا د وئيلو په ذريعه به تا نجات نۀ ملاوېږى، خو صرف په عيسٰى مسيح باندې د يقين په وجه ستا د ګناه د معافۍ بندوبست کېدې شى! دا په ساده طريقه خدائ پاک ته په هغۀ باندې د ايمان د اظهار يوه دعا ده او د هغه شکر ګزارۍ د پاره اظهار دې چې هغۀ ستا د نجات بندوبست وکړو. ”خُدايه پاکه، ما ته پته چې ما ستا خلاف ګناه کړې ده او زۀ د سزا حقدار يم. خو چې د کومې سزا زه حقدار وم نو هغه عيسٰى مسيح په خپل ځان تېره کړه نو په هغه باندې د ايمان په وجه زۀ معاف کېدې شم. زه د خپلې ګناه نه راګرځم او د نجات د پاره په تا باندې يقين کوم. ستا د لوئ فضل او معافۍ ډېره مننه، کومه چې د ابدى ژوند تحفه ده! آمين!“
تۀ چې دلته څۀ لوستلى د هغې په وجه تا د عيسٰى مسيح په باره کښې څۀ فېصله کړې ده څه؟
***
د افسيانو په نُوم خط ٢: ٨-٩
ځکه که ستا په خُله يې دا اِقرار وى چه عيسىٰ مالِک دې اؤ په زړۀ کښې دِ دا ايمان وى چه خُدائ پاک هغه دَ مړو نه راپاڅولو نو تۀ به خلاصُون بيا مُومې.
د روميانو په نُوم خط ١٠: ١٩
خو خُدائ پاک خپله مينه مُونږ ته داسې ښکاره کړه،کله چه مُونږ لا ګُناه ګار وُو نو مسيح زمُونږ دَ پاره مړ ش
د روميانو په نُوم خط ٥: ٨
ځکه چه دَ ګُناه بدل مرګ دې خو دَ خُدائ پاک بخښنه زمُونږ په مالِک عيسىٰ مسيح کښې دَ تل ژوندُون دې.
د روميانو په نُوم خط ٦: ٢٣
زمُونږ دَ مالِک عيسىٰ مسيح اؤ دَ خُدائ پاک پلار دِ ثناء وى،چه دَ عيسىٰ مسيح دَ مړو نه دَ بيا ژوندى کولو په سبب يې په خپل لوئ رحمت سره مُونږ دَ ژوندى اُميد دَ پاره بيا پيدا کړُو.
د پطروس په نُوم اول خط ١: ٣
خُدائ دَ دې دُنيا سره داسې مينه وکړله چه خپل يکى يو زوئ يې هم ورکړو چه هر هغه څوک چه په زوئ يې ايمان راؤړى هغه هلاک نۀ شى خو دَ تل عُمرى ژوندُون بيا مُومى.
يوحنا ٣: ١٦
اشعيا 53
1 كیست كه خبر ما را تصدیق نموده وكیست كه ساعد خداوند بر او منكشف شده باشد؟
2 زیرا به حضور وی مثل نهال و مانند ریشه در زمین خشك خواهد رویید. او را نه صورتی و نه جمالی میباشد. و چون او را مینگریم منظری ندارد كه مشتاق او باشیم.
3 خوار و نزد مردمان مردود و صاحب غمها و رنج دیده و مثل كسی كه رویها را از او بپوشانند و خوار شده كه او را به حساب نیاوردیم.
4 لكن او غمهای ما را بر خود گرفت و دردهای ما را بر خویش حمل نمود. و ما او را از جانب خدا زحمت كشیده و مضروب و مبتلا گمان بردیم.
5 و حال آنكه به سبب تقصیرهای ما مجروح و به سبب گناهان ما كوفته گردید. و تأدیب سلامتی ما بر وی آمد و از زخمهای او ما شفا یافتیم.
6 جمیع ما مثل گوسفندان گمراه شده بودیم و هریكی از ما به راه خود برگشته بود و خداوند گناه جمیع ما را بروی نهاد.
7 او مظلوم شد امّا تواضع نموده، دهان خود را نگشود. مثل برهای كه برای ذبح میبرند و مانند گوسفندی كه نزد پشم برندهاش بیزبان است همچنان دهان خود را نگشود.
8 از ظلم و از داوری گرفته شد. و از طبقه او كه تفكّر نمود كه او از زمین زندگان منقطع شد و به جهت گناه قوم من مضروب گردید؟
9 و قبر او را با شریران تعیین نمودند و بعد از مردنش با دولتمندان. هرچندهیچ ظلم نكرد و در دهان وی حیلهای نبود.
10 امّا خداوند را پسند آمد كه او را مضروب نموده، به دردها مبتلا سازد. چون جان او را قربانی گناه ساخت، آنگاه ذریت خود را خواهد دید و عمر او دراز خواهد شد و مسرّت خداوند در دست او میسّر خواهد بود.
11 ثمره مشقّت جان خویش را خواهد دید و سیر خواهد شد. و بنده عادل من به معرفت خود بسیاری را عادل خواهد گردانید زیرا كه او گناهان ایشان را بر خویشتن حمل خواهد نمود.
12 بنابراین او را در میان بزرگان نصیب خواهم داد و غنیمت را با زورآوران تقسیم خواهد نمود، به جهت اینكه جان خود را به مرگ ریخت و از خطاكاران محسوب شد و گناهان بسیاری را بر خود گرفت و برای خطاكاران شفاعت نمود.
Bahira Omar/بهيرة عمر
۱۶خُدائے دَ دے دُنيا سره داسے مينه وکړله چه خپل يکى يو زوئے ئے هم ورکړو چه هر هغه څوک چه په زوى ئے ايمان راؤړى هغه هلاک نۀ شى خو دَ تل عُمرى ژوندُون بيا مُومى. ۱۷خُدائے خپل زوئے دُنيا ته دَ دُنيا دَ مُجرم کولو دَ پاره نۀ دے راليږلے بلکه دَ دے دَ پاره چه دَ هغۀ په وسيله دُنيا خلاصُون بيا مُومى.
۱۸څوک چه په هغۀ ايمان راؤړى هغه به مُجرم هم نۀ شى خو چا چه پرے ايمان نۀ دے راوړے هغه خو دَ مخکښے نه مُجرم شوے دے ځکه چه دَ خُدائے دَ يکى يو زوى نه مُنکر دے. ۱۹اَؤ دَ مُجرم کيدلو سبب دا دے چه دُنيا ته نُور راغلے دے خو خلق دَ نُور په ځائے په تيارۀ ځکه خوشحاله وُو چه دَ هغوئ کارُونه بد وُو. ۲۰بدکاره سړے هميشه دَ نُور سره کينه لرى اَؤ ځان ترے ساتى هسے نۀ چه دَ دوئ کارُونه څرګند شى. ۲۱هر څوک چه نيک کارُونه کوى هغه نُور ته راځى ځکه چه کارُونه ئے په نُور کښے څرګند شى چه هغه دَ خُدائے په رضا کړى شوى دى.“
۳۵پلار دَ زوئى سره مينه کوى اَؤ هغۀ ته ئے ټول اِختيار ورکړے دے. ۳۶څوک چه په زوئے ايمان راؤړى نو هغه دَ تل ژوندُون لرى، خو څوک چه دَ زوئے نافرمانى وکړى هغه به دا ژوندُون ونۀ وينى ليکن دَ خُدائے غضب په هغۀ دے.“
۲۲بيا دا چه پلار دَ يو کس هم عدالت نۀ کوى بلکه دا اِختيار ئے هم زوئے ته سپارلے دے. ۲۳اَؤ دا دَ هغۀ مرضى ده چه ټول دِ دَ زوئے هم په هغه شان عزت کوى لکه چه دَ پلار ئے کوى. څوک چه دَ زوئے عزت نۀ کوى هغه دَ پلار عزت نۀ کوى چه هغه ئے را استولے دے.
کلام جُسه شو
۱په ازل کښے کلام وو اَؤ کلام دَ خُدائے څخه وو اَؤ کلام خُدائے وو، ۲دغه په ازل کښے دَ خُدائے څخه وو. ۳اَؤ دَ هغۀ په وسيله ټول څيزُونه په وجُود کښے راغلل. څۀ چه په وجُود کښے راغلل، يو څيز هم بغير دَ هغۀ نه په وجُود کښے رانۀ غے. ۴په هغۀ کښے ژوندون وو اَؤ هم دغه ژوندُون دَ بنى آدمو نُور وو. ۵اَؤ نُور په تيارۀ کښے ځليږى اَؤ تيارۀ پرے هيڅ کله هم غالبه نۀ شوه.۱۴نو کلام جُسه شو اَؤ هغه زمُونږ سره اوسيدو اَؤ مُونږ دَ هغۀ لوئى وليده، داسے لوئى لکه چه دَ پلار دَ يو زوئے چه په فضل اَؤ حقيقت معمُور وى.
خُدائے دَ خپل زوئے په وسيله خبرے کړے دى
۱په تيره زمانه کښے خُدائے زمُونږ دَ پلارانو نيکُونو سره ډير ځله په مُختلفو طريقو سره دَ نبيانو په معرفت خبرے وکړلے. ۲خو په دے آخره زمانه کښے ئے مُونږ سره دَ خپل زوى په معرفت کلام وکړو چه هغه ئے دَ ټولو څيزُونو وارِث وګرزولو اَؤ دَ هغۀ په وسيله ئے هم ټول کائنات پيدا کړل. ۳چه هغه دَ خُدائے دَ جلال مظهر اَؤ دَ هغۀ دَ ذات عکس دے اَؤ ټول څيزُونه دَ خپل قُدرت په کلام سمبالوى. هغۀ ګُناهُونه پاک کړل اَؤ په آسمان کښے دَ قادرِ مُطلق خُدائے په ښى لاس کښيناستو.۵هم هغه شان خُوئ لرئ لکه څنګه چه دَ مسيح عيسىٰ وو.۶هغه اګر که دَ خُدائے په صُورت وو دَ خُدائے سره برابريدل ئے په قبضه کښے دَ ساتلو څيز ونۀ ګڼلو. ۷بلکه خپل ځان ئے دَ هغه ټولو اِختيارُونو نه خالى کړو اَؤ دَ غُلام شکل ئے اِختيار کړو، اَؤ دَ اِنسان په شان شو. ۸اَؤ په اِنسانى جُسه کښے ښکاره شو، خپل ځان ئے عاجز کړو اَؤ دومره تابعدار شو چه مرګ، بلکه دَ سولئ مرګ ئے وزغملو. ۹په دغه وجه خو خُدائے هم هغه ډير سربلند کړو اَؤ هغۀ ته ئے هغه نُوم وبخښلو کُوم چه دَ ټولو نومُونو نه اعلىٰ دے، ۱۰دَ پاره دَ دے چه دَ عيسىٰ په نُوم هر يو موجودات په سجده شى، خوا که په آسمانُونو کښے، يا په مزکه کښے، يا هغه چه دَ مزکے دَ لاندے وى، ۱۱اَؤ دَ خُدائے پلار دَ جلال دَ پاره هره يوه ژبه اِقرار وکړى چه عيسىٰ مسيح مالِک دے. ۲۰خو په حقيقت کښے مسيح راژوندے شوے وو. داسے هغه په مړو کښے اولنے ژوندے شوے سړے دے. ۲۱ځکه چه دَ يو سړى په سبب په دُنيا کښے مرګ راغے اَؤ دَ يو سړى په سبب دَ مړو نه راژوندى کيدل راغلل. ۲۲لکه څنګه چه ټول خلق چه دَ آدم اَؤلاد دى، مرى، هغه شان څوک چه دَ مسيح دى ټول به ژوندى کړے شى. ۲۳خو هر يو به په خپل خپل وار، اول مسيح، بيا دَ مسيح په راتلو دَ هغۀ خلق. ۲۴بيا به آخرت راشى، اَؤ کله چه مسيح ټول حُکومتُونه اَؤ ټول اِختيارُونه اَؤ قُدرتُونه نِشت کړى نو بادشاهى به خُدائے، يعنے خُدائے پلار ته په حواله کړى. ۲۵ولے چه تر څو چه مسيح ټول دُښمنان تر پښو لاندے نۀ کړى هغۀ له بادشاهى کول ضرُورى ده. ۲۶اَؤ دَ ټولو نه وروستے دُښمن چه به نِشت کړى، هغه مرګ دے. ۲۷ځکه چه ”خُدائے ټول څيزُونه دَ هغۀ دَ پښو دَ لاندے کړى دى،“ خو دَ ټولو څيزُونو مطلب دا نۀ دے چه خُدائے په دے څيزُونو کښے شامل دے ځکه چه خُدائے دا ټول څيزُونه دَ مسيح دَ لاندے کړى دى. ۲۸اَؤ هر کله چه ټول څيزُونه ئے دَ هغۀ دَ لاندے کړى دى نو زوئے به هم دَ خُدائے دَ لاندے کړے شى چا چه ټول څيُزونه دَ هغۀ دَ لاندے کړل اَؤ دغه شان به خُدائے په ټولو کښے هر څۀ وى.
Summary:
Arabic: http://ow.ly/Yrci8
Arabic 1: https://justpaste.it/rgkt
Arabic 2: https://justpaste.it/11ybv
Arabic- Revealing Islam: http://justpaste.it/q3y5
English: http://justpaste.it/jb82
Urdu: https://justpaste.it/pq41
Farsi: http://justpaste.it/q3y9
Pashto: http://justpaste.it/q3ya
Turkish: http://justpaste.it/q3y0
Kurdish 1: https://justpaste.it/13rdd
Kurdish 2: https://justpaste.it/13rj0
Hebrew: http://justpaste.it/q4vm
Hindi: http://justpaste.it/q64l
Swahili: http://justpaste.it/q4cv
Chinese 1: https://justpaste.it/11czt
Chinese 2: https://justpaste.it/zri0
***
www.pashto-bible.weebly.com -in Pashto