Forgiveness- ما ته د خُدائ پاک نه معافى څنګه مِلاوېږى؟
سوال: ما ته د خُدائ پاک نه معافى څنګه مِلاوېږى؟
جواب: اعمال د رسُولانو ١٣: ٣٨ صفا وائى، ”نو بيا اې زما ورُوڼو! تاسو ضرور ځان پوهه کړئ چه دا دَ عيسىٰ په وسيله دَ ګُناهُونو دَ معافۍ بيان درته کيږى.“
معافى څۀ څيز دې اؤ ما ته د دې څۀ ضرُورت دې؟
د ”معافى“ ټکى معنٰى ده لکه تخته وينځل، بخښل، يا قرض بخښل. کله چې مُونږ د چا سره څۀ غلطى کوُو نو مُونږ د دې د پاره د هغۀ نه معافى غواړُو چې زمُونږ تُعلقات د هغۀ سره په ځائ پاتې شى. معافى ورکولې نۀ شى ځکه چې يو کس د معافۍ حقدار وى. هيڅ څوک د معافۍ حقدار نۀ وى. معافى د مينې، رحم اؤ فضل يو عمل دې. معافى يوه داسې فېصله ده چې د هغه بل کس خِلاف دې هيڅ نه شى ايسارولې، د هغه هر څۀ باوجُود چې هغۀ ستا سره څۀ کړى وى.
مُقدس کلام مُونږ ته وائى چې مُونږ ټولو ته د خُدائ پاک د معافۍ ضرُورت دې. مُونږ ټولو ګُناه کړې ده. د اکليسيانو ٧: ٢٠ صفا وائى، ”په زمکې داسې هيڅ څوک پاک نشته چې هغه هم هغه څۀ کوى چې کوم صحيح وى اؤ هيڅ کله يې ګُناه نۀ وى کړې.“ اول د يوحنا خط ١: ٨ وائى، ”که چرې مُونږ دا ووايُو چه بې ګُناه يُو نو مُونږ خپل ځان له دوکه ورکوُو اؤ په مُونږ کښې رښتيا نِشته.“ هره يوه ګُناه د خُدائ پاک خِلاف بالکل د بغاوت يو عمل دې (زبُور ٥١: ١٤) اؤ نتيجه يې دا وى چې مُونږ ته د خُدائ پاک د معافۍ ضرُورت وى. که زمُونږ ګُناه معاف نۀ شى، نو په بدل کښې زمُونږ د ګُناه په وجه به د همېشه د پاره وکړېږو. (متى ٢٥: ٤٦؛ يوحنا ٣: ٣٦)
معافى، دا ما ته څنګه ملاوېږى؟
د شُکريې سره، خُدائ پاک مينه کوُونکې اؤ مهربان دې، د هغۀ خواهش دا وى چې زمُونږ ګُناه معاف کړى! د پطروس دويم خط ٣: ٩ مُونږ ته وائى، ”بلکه ستاسو په باب کښې صبر کوى،دَ پاره دَ دې چه دَ چا هلاکت نۀ غواړى بلکه دَ غواړى چه ټولو خلقو ته دَ توبې موقعه ورکړې شى.“ د خُدائ پاک خواهش دا دې چې مُونږ معاف کړى، نو هغۀ زمُونږ د معافۍ بندُوبست کړې دې.
زمُونږ د ګُناه د پاره د انصاف والا سزا هغه مرګ دې. د روميانو په نُوم خط ٦: ٢٣ وړومبۍ نيمه حصه صفا وائى، ”ځکه چه دَ ګُناه بدل مرګ دې...“ نو د همېشه د پاره مرګ زمُونږ د ګُناه بدل يا مزدورى ده. خُدائ پاک په خپله مُکمله منصُوبه کښې يو اِنسان جوړېږى، يعنې عيسٰى مسيح (يوحنا ١: ١،١٤). مسيح په صليب باندې مړ شو، د دې د پاره چې هغه سزا تېره کړى چې د کُومې مُونږ حقدار يو، يعنې مرګ. د کورنتيانو په نُوم دويم خط ٥: ٢١ مُونږ ته وائى، ”هغه چا چه ګُناه نۀ پيژنده خو خُدائ پاک هم هغه زمُونږ دَ پاره ګُناه وګڼلو چه مُونږ په هغۀ کښې دَ خُدائ پاک صداقت شُو.“ مسيح په صليب باندې د دې د پاره مړ شو چې هغه سزا په خپل ځان تېره کړى چې د کُومې مُونږ حقدار يُو! د خُدائ پاک په توګه، د مسيح مرګ د ټولې دنيا د ګُناه د پاره د معافۍ بندُوبست وکړو. اول خط د يوحنا ٢: ٢ صفا وائى، ”هغه په خپله زمُونږ دَ ګُناهُونو کِفاره دې،نۀ يواځې زمُونږ دَ ګُناهُونو بلکه دَ ټولې دُنيا دَ ګُناهُونو هم.“ مسيح د مړو نه ژوندې پاڅېدو، اؤ په ګُناه اؤ مرګ باندې د فتحې موندلو اعلان يې وکړو (د کورنتيانو په نُوم اول خط ١٥: ١-٢٨). د خُدائ پاک ثناء صفت دې وى، د عيسٰى مسيح د مرګ اؤ بيا ژوندى کېدو په وجه د روميانو په نُوم د دويم خط ٦: ٢٣ دويمه نيمه برخه رښتيا وائى، ”خو دَ خُدائ پاک بخښنه زمُونږ په مالِک عيسىٰ مسيح کښې دَ تل ژوندُون دې.“
تۀ غواړې چې ستا ګُناهونه دې معاف شى؟ تۀ د ګُناه بد محسوسوې څۀ چې دا تا ته داسې ښکارى چې دا به ستا نۀ ځى؟ ستا د ګُناهونه معافى شته خو په دې شرط چې ستا ايمان داسې جوړ شى چې عيسٰى مسيح نِجات ورکوونکې دې. د افسيانو په نُوم خط ١: ٧ وائى، ”مُونږ ته دَ مسيح دَ وينې په وسيله خلاصُون،يعنې دَ ګُناهونو مُعافى،دَ هغۀ دَ هغه فضل دَ دولت په مُطابق حاصله ده.“ عيسٰى مسيح زمُونږ د پاره قرض ادا کړو دا د دې د پاره چې مُونږ معاف شو. ستا ذمه وارى به دا وى چې د خُدائ پاک نه دا غواړې چې د مسيح په وسيله تا معاف کړى، چې زمُونږ دا ايمان جوړ شى چې عيسٰى مسيح زمُونږ د ګُناه د پاره مړ شو، اؤ هغه به مُونږ معاف کړى. په يوحنا ٣: ١٦-١٧ کښې دا عجيبه پېغام شته دې، ”١٦ خُدائ پاک دَ دې دُنيا سره داسې مينه وکړله چه خپل يکى يو زوئ يې هم ورکړو چه هر هغه څوک چه په زوى يې ايمان راوړى هغه هلاک نۀ شى خو دَ تل عُمرى ژوندُون بيا مُومى. ١٧ خُدائ پاک خپل زوئ دُنيا ته دَ دُنيا دَ مُجرم کولو دَ پاره نۀ دې راليږلې بلکه دَ دې دَ پاره چه دَ هغۀ په وسيله دُنيا خلاصُون بيا مُومى.“
معافى، آيا دا دومره آسانه ده څۀ؟
او، دا دومره آسانه ده! تۀ د خُدائ پاک نه معافى نۀ شې ګټلې. تۀ د خُدائ پاک نه معافى په پېسو نۀ شې اخستلې. دا تا ته صِرف په ايمان باندې ملاوېږى، دا د خُدائ پاک د فضل اؤ رحم په وجه ملاوېږى. کۀ ته عيسٰى مسيح خپل نِجات ورکوونکې ومنې اؤ د خُدائ پاک نه تا معافى مِلاو شى، نو دا هغه دعا ده چې تۀ يې غوښتلې شې. د دې دعا په وئيلو سره يا د بلې دعا په وئيلو سره به تۀ نۀ بچ کېږې. صِرف په عيسٰى مسيح د ايمان په وسيله ستا د ګُناهونو د معافۍ بندُوبست کېږى. دا دعا په ساده ټکو کښې د ستا د ايمان د خُدائ پاک د اظهار اؤ د شکر ګزارۍ يوه طريقه ده چې هغۀ ستا د معافۍ بندُوبست وکړو. ”خُدايه پاکه! ما ته پته ده چې ما ستا خِلاف ګُناه کړې ده اؤ زۀ د سزا حقدار يم. خو چې د کُومې ګُناه زۀ حقدار يم نو هغه سزا عيسٰى مسيح واخستله نو په هغه باندې د ايمان په وسيله زۀ بچ کېدې شم. زۀ د خپلې ګُناه نه راوګرځېدم اؤ د نِجات د پاره مې په تا يقين ولرلو. زۀ ستا لوئ فضل اؤ معافۍ د پاره شُکريه ادا کوم! آمين!“ تۀ چې دلته څۀ لوستلى د هغې په وجه تا د عيسٰى مسيح په باره کښې څۀ فېصله کړې ده څه؟
د افسيانو په نُوم خط ٢: ٨-٩
ځکه که ستا په خُله يې دا اِقرار وى چه عيسىٰ مالِک دې اؤ په زړۀ کښې دِ دا ايمان وى چه خُدائ پاک هغه دَ مړو نه راپاڅولو نو تۀ به خلاصُون بيا مُومې.
د روميانو په نُوم خط ١٠: ١٩
خو خُدائ پاک خپله مينه مُونږ ته داسې ښکاره کړه،کله چه مُونږ لا ګُناه ګار وُو نو مسيح زمُونږ دَ پاره مړ ش
د روميانو په نُوم خط ٥: ٨
ځکه چه دَ ګُناه بدل مرګ دې خو دَ خُدائ پاک بخښنه زمُونږ په مالِک عيسىٰ مسيح کښې دَ تل ژوندُون دې.
د روميانو په نُوم خط ٦: ٢٣
زمُونږ دَ مالِک عيسىٰ مسيح اؤ دَ خُدائ پاک پلار دِ ثناء وى،چه دَ عيسىٰ مسيح دَ مړو نه دَ بيا ژوندى کولو په سبب يې په خپل لوئ رحمت سره مُونږ دَ ژوندى اُميد دَ پاره بيا پيدا کړُو.
د پطروس په نُوم اول خط ١: ٣
خُدائ دَ دې دُنيا سره داسې مينه وکړله چه خپل يکى يو زوئ يې هم ورکړو چه هر هغه څوک چه په زوئ يې ايمان راؤړى هغه هلاک نۀ شى خو دَ تل عُمرى ژوندُون بيا مُومى.
يوحنا ٣: ١٦
اشعيا 53
1 كیست كه خبر ما را تصدیق نموده وكیست كه ساعد خداوند بر او منكشف شده باشد؟
2 زیرا به حضور وی مثل نهال و مانند ریشه در زمین خشك خواهد رویید. او را نه صورتی و نه جمالی میباشد. و چون او را مینگریم منظری ندارد كه مشتاق او باشیم.
3 خوار و نزد مردمان مردود و صاحب غمها و رنج دیده و مثل كسی كه رویها را از او بپوشانند و خوار شده كه او را به حساب نیاوردیم.
4 لكن او غمهای ما را بر خود گرفت و دردهای ما را بر خویش حمل نمود. و ما او را از جانب خدا زحمت كشیده و مضروب و مبتلا گمان بردیم.
5 و حال آنكه به سبب تقصیرهای ما مجروح و به سبب گناهان ما كوفته گردید. و تأدیب سلامتی ما بر وی آمد و از زخمهای او ما شفا یافتیم.
6 جمیع ما مثل گوسفندان گمراه شده بودیم و هریكی از ما به راه خود برگشته بود و خداوند گناه جمیع ما را بروی نهاد.
7 او مظلوم شد امّا تواضع نموده، دهان خود را نگشود. مثل برهای كه برای ذبح میبرند و مانند گوسفندی كه نزد پشم برندهاش بیزبان است همچنان دهان خود را نگشود.
8 از ظلم و از داوری گرفته شد. و از طبقه او كه تفكّر نمود كه او از زمین زندگان منقطع شد و به جهت گناه قوم من مضروب گردید؟
9 و قبر او را با شریران تعیین نمودند و بعد از مردنش با دولتمندان. هرچندهیچ ظلم نكرد و در دهان وی حیلهای نبود.
10 امّا خداوند را پسند آمد كه او را مضروب نموده، به دردها مبتلا سازد. چون جان او را قربانی گناه ساخت، آنگاه ذریت خود را خواهد دید و عمر او دراز خواهد شد و مسرّت خداوند در دست او میسّر خواهد بود.
11 ثمره مشقّت جان خویش را خواهد دید و سیر خواهد شد. و بنده عادل من به معرفت خود بسیاری را عادل خواهد گردانید زیرا كه او گناهان ایشان را بر خویشتن حمل خواهد نمود.
12 بنابراین او را در میان بزرگان نصیب خواهم داد و غنیمت را با زورآوران تقسیم خواهد نمود، به جهت اینكه جان خود را به مرگ ریخت و از خطاكاران محسوب شد و گناهان بسیاری را بر خود گرفت و برای خطاكاران شفاعت نمود.
Bahira Omar/بهيرة عمر
۱۶خُدائے دَ دے دُنيا سره داسے مينه وکړله چه خپل يکى يو زوئے ئے هم ورکړو چه هر هغه څوک چه په زوى ئے ايمان راؤړى هغه هلاک نۀ شى خو دَ تل عُمرى ژوندُون بيا مُومى. ۱۷خُدائے خپل زوئے دُنيا ته دَ دُنيا دَ مُجرم کولو دَ پاره نۀ دے راليږلے بلکه دَ دے دَ پاره چه دَ هغۀ په وسيله دُنيا خلاصُون بيا مُومى.
۱۸څوک چه په هغۀ ايمان راؤړى هغه به مُجرم هم نۀ شى خو چا چه پرے ايمان نۀ دے راوړے هغه خو دَ مخکښے نه مُجرم شوے دے ځکه چه دَ خُدائے دَ يکى يو زوى نه مُنکر دے. ۱۹اَؤ دَ مُجرم کيدلو سبب دا دے چه دُنيا ته نُور راغلے دے خو خلق دَ نُور په ځائے په تيارۀ ځکه خوشحاله وُو چه دَ هغوئ کارُونه بد وُو. ۲۰بدکاره سړے هميشه دَ نُور سره کينه لرى اَؤ ځان ترے ساتى هسے نۀ چه دَ دوئ کارُونه څرګند شى. ۲۱هر څوک چه نيک کارُونه کوى هغه نُور ته راځى ځکه چه کارُونه ئے په نُور کښے څرګند شى چه هغه دَ خُدائے په رضا کړى شوى دى.“
۳۵پلار دَ زوئى سره مينه کوى اَؤ هغۀ ته ئے ټول اِختيار ورکړے دے. ۳۶څوک چه په زوئے ايمان راؤړى نو هغه دَ تل ژوندُون لرى، خو څوک چه دَ زوئے نافرمانى وکړى هغه به دا ژوندُون ونۀ وينى ليکن دَ خُدائے غضب په هغۀ دے.“
۲۲بيا دا چه پلار دَ يو کس هم عدالت نۀ کوى بلکه دا اِختيار ئے هم زوئے ته سپارلے دے. ۲۳اَؤ دا دَ هغۀ مرضى ده چه ټول دِ دَ زوئے هم په هغه شان عزت کوى لکه چه دَ پلار ئے کوى. څوک چه دَ زوئے عزت نۀ کوى هغه دَ پلار عزت نۀ کوى چه هغه ئے را استولے دے.
کلام جُسه شو
۱په ازل کښے کلام وو اَؤ کلام دَ خُدائے څخه وو اَؤ کلام خُدائے وو، ۲دغه په ازل کښے دَ خُدائے څخه وو. ۳اَؤ دَ هغۀ په وسيله ټول څيزُونه په وجُود کښے راغلل. څۀ چه په وجُود کښے راغلل، يو څيز هم بغير دَ هغۀ نه په وجُود کښے رانۀ غے. ۴په هغۀ کښے ژوندون وو اَؤ هم دغه ژوندُون دَ بنى آدمو نُور وو. ۵اَؤ نُور په تيارۀ کښے ځليږى اَؤ تيارۀ پرے هيڅ کله هم غالبه نۀ شوه.۱۴نو کلام جُسه شو اَؤ هغه زمُونږ سره اوسيدو اَؤ مُونږ دَ هغۀ لوئى وليده، داسے لوئى لکه چه دَ پلار دَ يو زوئے چه په فضل اَؤ حقيقت معمُور وى.
خُدائے دَ خپل زوئے په وسيله خبرے کړے دى
۱په تيره زمانه کښے خُدائے زمُونږ دَ پلارانو نيکُونو سره ډير ځله په مُختلفو طريقو سره دَ نبيانو په معرفت خبرے وکړلے. ۲خو په دے آخره زمانه کښے ئے مُونږ سره دَ خپل زوى په معرفت کلام وکړو چه هغه ئے دَ ټولو څيزُونو وارِث وګرزولو اَؤ دَ هغۀ په وسيله ئے هم ټول کائنات پيدا کړل. ۳چه هغه دَ خُدائے دَ جلال مظهر اَؤ دَ هغۀ دَ ذات عکس دے اَؤ ټول څيزُونه دَ خپل قُدرت په کلام سمبالوى. هغۀ ګُناهُونه پاک کړل اَؤ په آسمان کښے دَ قادرِ مُطلق خُدائے په ښى لاس کښيناستو.۵هم هغه شان خُوئ لرئ لکه څنګه چه دَ مسيح عيسىٰ وو.۶هغه اګر که دَ خُدائے په صُورت وو دَ خُدائے سره برابريدل ئے په قبضه کښے دَ ساتلو څيز ونۀ ګڼلو. ۷بلکه خپل ځان ئے دَ هغه ټولو اِختيارُونو نه خالى کړو اَؤ دَ غُلام شکل ئے اِختيار کړو، اَؤ دَ اِنسان په شان شو. ۸اَؤ په اِنسانى جُسه کښے ښکاره شو، خپل ځان ئے عاجز کړو اَؤ دومره تابعدار شو چه مرګ، بلکه دَ سولئ مرګ ئے وزغملو. ۹په دغه وجه خو خُدائے هم هغه ډير سربلند کړو اَؤ هغۀ ته ئے هغه نُوم وبخښلو کُوم چه دَ ټولو نومُونو نه اعلىٰ دے، ۱۰دَ پاره دَ دے چه دَ عيسىٰ په نُوم هر يو موجودات په سجده شى، خوا که په آسمانُونو کښے، يا په مزکه کښے، يا هغه چه دَ مزکے دَ لاندے وى، ۱۱اَؤ دَ خُدائے پلار دَ جلال دَ پاره هره يوه ژبه اِقرار وکړى چه عيسىٰ مسيح مالِک دے. ۲۰خو په حقيقت کښے مسيح راژوندے شوے وو. داسے هغه په مړو کښے اولنے ژوندے شوے سړے دے. ۲۱ځکه چه دَ يو سړى په سبب په دُنيا کښے مرګ راغے اَؤ دَ يو سړى په سبب دَ مړو نه راژوندى کيدل راغلل. ۲۲لکه څنګه چه ټول خلق چه دَ آدم اَؤلاد دى، مرى، هغه شان څوک چه دَ مسيح دى ټول به ژوندى کړے شى. ۲۳خو هر يو به په خپل خپل وار، اول مسيح، بيا دَ مسيح په راتلو دَ هغۀ خلق. ۲۴بيا به آخرت راشى، اَؤ کله چه مسيح ټول حُکومتُونه اَؤ ټول اِختيارُونه اَؤ قُدرتُونه نِشت کړى نو بادشاهى به خُدائے، يعنے خُدائے پلار ته په حواله کړى. ۲۵ولے چه تر څو چه مسيح ټول دُښمنان تر پښو لاندے نۀ کړى هغۀ له بادشاهى کول ضرُورى ده. ۲۶اَؤ دَ ټولو نه وروستے دُښمن چه به نِشت کړى، هغه مرګ دے. ۲۷ځکه چه ”خُدائے ټول څيزُونه دَ هغۀ دَ پښو دَ لاندے کړى دى،“ خو دَ ټولو څيزُونو مطلب دا نۀ دے چه خُدائے په دے څيزُونو کښے شامل دے ځکه چه خُدائے دا ټول څيزُونه دَ مسيح دَ لاندے کړى دى. ۲۸اَؤ هر کله چه ټول څيزُونه ئے دَ هغۀ دَ لاندے کړى دى نو زوئے به هم دَ خُدائے دَ لاندے کړے شى چا چه ټول څيُزونه دَ هغۀ دَ لاندے کړل اَؤ دغه شان به خُدائے په ټولو کښے هر څۀ وى.
Summary:
Arabic: http://ow.ly/Yrci8
Arabic 1: https://justpaste.it/rgkt
Arabic 2: https://justpaste.it/11ybv
Arabic- Revealing Islam: http://justpaste.it/q3y5
English: http://justpaste.it/jb82
Urdu: https://justpaste.it/pq41
Farsi: http://justpaste.it/q3y9
Pashto: http://justpaste.it/q3ya
Turkish: http://justpaste.it/q3y0
Kurdish 1: https://justpaste.it/13rdd
Kurdish 2: https://justpaste.it/13rj0
Hebrew: http://justpaste.it/q4vm
Hindi: http://justpaste.it/q64l
Swahili: http://justpaste.it/q4cv
Chinese 1: https://justpaste.it/11czt
Chinese 2: https://justpaste.it/zri0
***
www.pashto-bible.weebly.com -in Pashto