True religion- زما د پاره صحيح مذهب کوم يو دې؟
سوال: زما د پاره صحيح مذهب کوم يو دې؟
جواب: د فاسټ فوډ هوټلې مونږ له دا موقع راکوى چې هغه څيز راوغوړو چې کوم يو غواړو. څۀ د کافى هوټلې دا دعوه کوى چې د مختلفو خوندونو او رنګونو سلونه قسم کافى لرى. هم داسې چې کله مونږ کور يا ګاډۍ اخلو، نو مونږ د هغې مختلفو او بېلو بېلو خصوصياتونو او خوښو ته کتلې شو چې مونږ يې غواړو. مونږ نه صرف د چاکلېټ، کوک، او سټرا بېرى په دنيا کښې اوسېږى. زړه بادشاه دې! ته د خپلې خوښې او ضرورت په مطابق هر څه پېدا کولې شې. نو هغه کومذهب دې چې هغه ستا د پاره صحيح دې؟ هغه کوم مذهب دې چې ستا د پاره د ګناه نه پاک دې، چې هيڅ مطالبې نۀ کوى، او د داسې ډېرو عملونو نه ډک نۀ وى چې فلانې کار کوه او فلانې مۀ کوه؟ لکه څنګه چې ما ووئيل هغه دغه شان دې، خو مذهب داسې يو شې دې چې د يو خوږ ائس کريم په شان خوښولې شى. ډېر اوازونه شته چې زمونږ توجو ځان ته ګرځوى، نو يو کس له دا ولې په کار دى چې هغه عيسٰى مسيح د محمد (ص) کنفوشس، بدها، چارلس تاز رسل، يا جوزف سمتهـ نه اوچت وګنى؟ د دې هر څۀ نه علاوه ټولې لارې جنت ته نۀ ځى څۀ؟ يا ټول مذهبونه په بنيادى توګه باندې يو شې نۀ دى څۀ؟ په حقيقت کښې ټول مذهبونه انسان جنت ته نه شى بوتلې لکه څنګه چې ټول سړکونه پېښور ته نۀ ځى. يواځې عيسٰى مسيح د خدائ پاک د اختيار سره خبرې کوى ځکه چې صرف عيسٰى مسيح په مرګ باندې فتح موندلې ده، او باقى نور ټول انسانان په خپلو قبرونو کښې تر اوسه پورې پراتۀ دى، خو عيسٰى مسيح د خپل قوت سره په دريمه ورځ د خپل قبر نه روان شو چې د روميانو د ظلم نه ډک صليب باندې مړ شوې وو. په مرګ باندې د بريالى کېدلو طاقت دا حق لرى چې زمونږ توجو ځان طرف ته کړى. او په مرګ باندې د بريالى کېدو طاقت د اورېدلو حقدار دې. دا ثبوت ډېر لوئ دې چې عيسٰى مسيح د مړو نه ژوندې پورته شوې وو. اول دا چې هلته د پينځو سوو نه زيات ګواهان وو چې بيا ژوندې شوې عيسٰى مسيح يې په خپلو سترګو وليدو. دا ښۀ کافى ګواهان دى. پينځۀ سوه ګواه نظر انداز کېدل نۀ دى په کار. د دې نه علاوه د خالى قبر موندل هم يوه خبره ده، د عيسٰى مسيح دښمنانو په اسانۍ سره د هغۀ د بيا ژوندى کېدو خبره ختمولو شوه چې د هغه مړ وجود يې پېدا کړې وې، خو هلته د هغۀ مړ وجود نۀ وو چې پېدا کړې يې وې. قبر خالى وو! آيا شاګردانو د هغه لاش پټ کړې وو؟ په مشکل سره، د عيسٰى مسيح په قبر باندې د وسلحه بندو فوجيانو پهره ولاړه وه. په دې خيال کۀ د هغۀ نزدې ملګرې هم هغۀ له ورغلې نو نيولې شوې به وې او په صليب کړې شوې به وې. دا ساده حقيقت دې چې د عيسٰى مسيح بيا ژوندى کېدل نه شى نظر انداز کولې. يو ځل بيا چې څوک په مرګ باندې د بريالى کېدلو طاقت لرى نو هغه د اورېدو حقدار دې. عيسٰى مسيح په مرګ باندې خپل طاقت ثابت کړو، نو دا ځکه، نو مونږ له دا په کار دى چې د هغۀ کلام ته غوږ ونيسو. عيسٰى مسيح دا دعوه کوى چې هغه نجات ته يواځينې لاره ده. (يوحنا ١٤: ٦). هغه يوه لار نه ده، هغه د ډېرو لارو نه يوه لار نه ده، خو عيسٰى مسيح لار ده. نو هم دغه شان عيسٰى مسيح ووئيل، ”ائے تاسو چه ټول خوارى کوئ اَؤ پنډ مُونږ درُوند دے، ماله راشئ اَؤ زَۀ به آرام درکړم.“ (متى ١١: ٢٨). دا يوه سخته دنيا ده او ژوند مشکل دې. زمونږ اکثر خلق ښۀ د وينو سره مخ دى، په تکليف شوى دى، او د جنګ نه په يره کښې دى. دا رښتيا څۀ؟ نو تۀ څۀ غواړې؟ صرف بيا خپل ځائ ته راتلل يا صرف يو مذهب؟ يا هغه ژوندې نجات ورکوونکې او نور ټول انسانان مړۀ دى؟ د مقصد نه ډک تعلق يا خالى رسمونه؟ عيسٰى مسيح يوه خوښه نه ده، هغه خوښ دې. عيسٰى مسيح صحيح مذهب دې کۀ تۀ معافى لټول غواړې (اعمال د رسولانو ١٠: ٤٣). نو عيسٰى مسيح صحيح مذهب دې کۀ د خدائ پاک سره د مقصد نه ډک تعلق ساتل غواړې نو عيسٰى مسيح صحيح مذهب دې. کۀ تۀ په آسمان کښې د همېشه د پاره کور لټول غواړې نو عيسٰى مسيح باندې يقين وساته او ذاتى نجات ورکوونکې يې وګڼه. تۀ به په دې پښېمانه نۀ شې! د خپلو ګناهونو د معاف کولو د پاره په هغه يقين وساته. نو تۀ به مايوسه نۀ شې. کۀ تۀ د خدائ پاک سره صحيح تعلق ساتل غواړې نو دلته يوه ساده دعا ده، خو ياده ساته چې د دې دعا يا د بلې دعا په وئيلو سره به تا ته معافى نۀ ملاوېږى. دا صرف په عيسٰى مسيح باندې ايمان لرل دى چې هغه تا د ګناه نه بچ کوى. دا دعا په ساده ټکو خدائ پاک ته سوال دې چې تۀ په هغه باندې يقين لرې او د هغه شکر ګزارى ده چې هغۀ ستا د پاره د نجات بندوبست وکړو. خدايه پاکه! ما ته پته ده چې ما ستا خلاف ګناه کړې ده او زۀ د سزا حقدار يم. خو چې د کومې سزا زۀ حقدار وم هغه عيسٰى مسيح په خپل ځان باندې تېره کړه نو په هغه باندې د يقين په وجه زما ګناه معاف کېدې شى. زه د خپلې ګناه نه راګرځم او د نجات د پاره زه په تا يقين لرم. ستا د لوئ فضل او معافۍ د پاره شکريه. کومه چې د ابدى ژوند تحفه ده. آمين. ٨ ځکه چه تاسو دَ ايمان په وسيله په فضل خلاصُون مُوندلې دې،دا ستاسو له طرفه نه نۀ،بلکه دَ خُدائ پاک بخښنه ده. ٩ اؤ دا دَ عملُونو په سبب نۀ ده،دَ پاره دَ دې چه څوک فخر ونۀ کړى.
د افسيانو په نُوم خط ٢: ٨-٩
ځکه که ستا په خُله يې دا اِقرار وى چه عيسىٰ مالِک دې اؤ په زړۀ کښې دِ دا ايمان وى چه خُدائ پاک هغه دَ مړو نه راپاڅولو نو تۀ به خلاصُون بيا مُومې.
د روميانو په نُوم خط ١٠: ١٩
خو خُدائ پاک خپله مينه مُونږ ته داسې ښکاره کړه،کله چه مُونږ لا ګُناه ګار وُو نو مسيح زمُونږ دَ پاره مړ ش
د روميانو په نُوم خط ٥: ٨
ځکه چه دَ ګُناه بدل مرګ دې خو دَ خُدائ پاک بخښنه زمُونږ په مالِک عيسىٰ مسيح کښې دَ تل ژوندُون دې.
د روميانو په نُوم خط ٦: ٢٣
زمُونږ دَ مالِک عيسىٰ مسيح اؤ دَ خُدائ پاک پلار دِ ثناء وى،چه دَ عيسىٰ مسيح دَ مړو نه دَ بيا ژوندى کولو په سبب يې په خپل لوئ رحمت سره مُونږ دَ ژوندى اُميد دَ پاره بيا پيدا کړُو.
د پطروس په نُوم اول خط ١: ٣
خُدائ دَ دې دُنيا سره داسې مينه وکړله چه خپل يکى يو زوئ يې هم ورکړو چه هر هغه څوک چه په زوئ يې ايمان راؤړى هغه هلاک نۀ شى خو دَ تل عُمرى ژوندُون بيا مُومى.
يوحنا ٣: ١٦
اشعيا 53
1 كیست كه خبر ما را تصدیق نموده وكیست كه ساعد خداوند بر او منكشف شده باشد؟
2 زیرا به حضور وی مثل نهال و مانند ریشه در زمین خشك خواهد رویید. او را نه صورتی و نه جمالی میباشد. و چون او را مینگریم منظری ندارد كه مشتاق او باشیم.
3 خوار و نزد مردمان مردود و صاحب غمها و رنج دیده و مثل كسی كه رویها را از او بپوشانند و خوار شده كه او را به حساب نیاوردیم.
4 لكن او غمهای ما را بر خود گرفت و دردهای ما را بر خویش حمل نمود. و ما او را از جانب خدا زحمت كشیده و مضروب و مبتلا گمان بردیم.
5 و حال آنكه به سبب تقصیرهای ما مجروح و به سبب گناهان ما كوفته گردید. و تأدیب سلامتی ما بر وی آمد و از زخمهای او ما شفا یافتیم.
6 جمیع ما مثل گوسفندان گمراه شده بودیم و هریكی از ما به راه خود برگشته بود و خداوند گناه جمیع ما را بروی نهاد.
7 او مظلوم شد امّا تواضع نموده، دهان خود را نگشود. مثل برهای كه برای ذبح میبرند و مانند گوسفندی كه نزد پشم برندهاش بیزبان است همچنان دهان خود را نگشود.
8 از ظلم و از داوری گرفته شد. و از طبقه او كه تفكّر نمود كه او از زمین زندگان منقطع شد و به جهت گناه قوم من مضروب گردید؟
9 و قبر او را با شریران تعیین نمودند و بعد از مردنش با دولتمندان. هرچندهیچ ظلم نكرد و در دهان وی حیلهای نبود.
10 امّا خداوند را پسند آمد كه او را مضروب نموده، به دردها مبتلا سازد. چون جان او را قربانی گناه ساخت، آنگاه ذریت خود را خواهد دید و عمر او دراز خواهد شد و مسرّت خداوند در دست او میسّر خواهد بود.
11 ثمره مشقّت جان خویش را خواهد دید و سیر خواهد شد. و بنده عادل من به معرفت خود بسیاری را عادل خواهد گردانید زیرا كه او گناهان ایشان را بر خویشتن حمل خواهد نمود.
12 بنابراین او را در میان بزرگان نصیب خواهم داد و غنیمت را با زورآوران تقسیم خواهد نمود، به جهت اینكه جان خود را به مرگ ریخت و از خطاكاران محسوب شد و گناهان بسیاری را بر خود گرفت و برای خطاكاران شفاعت نمود.
Bahira Omar/بهيرة عمر
۱۶خُدائے دَ دے دُنيا سره داسے مينه وکړله چه خپل يکى يو زوئے ئے هم ورکړو چه هر هغه څوک چه په زوى ئے ايمان راؤړى هغه هلاک نۀ شى خو دَ تل عُمرى ژوندُون بيا مُومى. ۱۷خُدائے خپل زوئے دُنيا ته دَ دُنيا دَ مُجرم کولو دَ پاره نۀ دے راليږلے بلکه دَ دے دَ پاره چه دَ هغۀ په وسيله دُنيا خلاصُون بيا مُومى.
۱۸څوک چه په هغۀ ايمان راؤړى هغه به مُجرم هم نۀ شى خو چا چه پرے ايمان نۀ دے راوړے هغه خو دَ مخکښے نه مُجرم شوے دے ځکه چه دَ خُدائے دَ يکى يو زوى نه مُنکر دے. ۱۹اَؤ دَ مُجرم کيدلو سبب دا دے چه دُنيا ته نُور راغلے دے خو خلق دَ نُور په ځائے په تيارۀ ځکه خوشحاله وُو چه دَ هغوئ کارُونه بد وُو. ۲۰بدکاره سړے هميشه دَ نُور سره کينه لرى اَؤ ځان ترے ساتى هسے نۀ چه دَ دوئ کارُونه څرګند شى. ۲۱هر څوک چه نيک کارُونه کوى هغه نُور ته راځى ځکه چه کارُونه ئے په نُور کښے څرګند شى چه هغه دَ خُدائے په رضا کړى شوى دى.“
۳۵پلار دَ زوئى سره مينه کوى اَؤ هغۀ ته ئے ټول اِختيار ورکړے دے. ۳۶څوک چه په زوئے ايمان راؤړى نو هغه دَ تل ژوندُون لرى، خو څوک چه دَ زوئے نافرمانى وکړى هغه به دا ژوندُون ونۀ وينى ليکن دَ خُدائے غضب په هغۀ دے.“
۲۲بيا دا چه پلار دَ يو کس هم عدالت نۀ کوى بلکه دا اِختيار ئے هم زوئے ته سپارلے دے. ۲۳اَؤ دا دَ هغۀ مرضى ده چه ټول دِ دَ زوئے هم په هغه شان عزت کوى لکه چه دَ پلار ئے کوى. څوک چه دَ زوئے عزت نۀ کوى هغه دَ پلار عزت نۀ کوى چه هغه ئے را استولے دے.
کلام جُسه شو
۱په ازل کښے کلام وو اَؤ کلام دَ خُدائے څخه وو اَؤ کلام خُدائے وو، ۲دغه په ازل کښے دَ خُدائے څخه وو. ۳اَؤ دَ هغۀ په وسيله ټول څيزُونه په وجُود کښے راغلل. څۀ چه په وجُود کښے راغلل، يو څيز هم بغير دَ هغۀ نه په وجُود کښے رانۀ غے. ۴په هغۀ کښے ژوندون وو اَؤ هم دغه ژوندُون دَ بنى آدمو نُور وو. ۵اَؤ نُور په تيارۀ کښے ځليږى اَؤ تيارۀ پرے هيڅ کله هم غالبه نۀ شوه.۱۴نو کلام جُسه شو اَؤ هغه زمُونږ سره اوسيدو اَؤ مُونږ دَ هغۀ لوئى وليده، داسے لوئى لکه چه دَ پلار دَ يو زوئے چه په فضل اَؤ حقيقت معمُور وى.
خُدائے دَ خپل زوئے په وسيله خبرے کړے دى
۱په تيره زمانه کښے خُدائے زمُونږ دَ پلارانو نيکُونو سره ډير ځله په مُختلفو طريقو سره دَ نبيانو په معرفت خبرے وکړلے. ۲خو په دے آخره زمانه کښے ئے مُونږ سره دَ خپل زوى په معرفت کلام وکړو چه هغه ئے دَ ټولو څيزُونو وارِث وګرزولو اَؤ دَ هغۀ په وسيله ئے هم ټول کائنات پيدا کړل. ۳چه هغه دَ خُدائے دَ جلال مظهر اَؤ دَ هغۀ دَ ذات عکس دے اَؤ ټول څيزُونه دَ خپل قُدرت په کلام سمبالوى. هغۀ ګُناهُونه پاک کړل اَؤ په آسمان کښے دَ قادرِ مُطلق خُدائے په ښى لاس کښيناستو.۵هم هغه شان خُوئ لرئ لکه څنګه چه دَ مسيح عيسىٰ وو.۶هغه اګر که دَ خُدائے په صُورت وو دَ خُدائے سره برابريدل ئے په قبضه کښے دَ ساتلو څيز ونۀ ګڼلو. ۷بلکه خپل ځان ئے دَ هغه ټولو اِختيارُونو نه خالى کړو اَؤ دَ غُلام شکل ئے اِختيار کړو، اَؤ دَ اِنسان په شان شو. ۸اَؤ په اِنسانى جُسه کښے ښکاره شو، خپل ځان ئے عاجز کړو اَؤ دومره تابعدار شو چه مرګ، بلکه دَ سولئ مرګ ئے وزغملو. ۹په دغه وجه خو خُدائے هم هغه ډير سربلند کړو اَؤ هغۀ ته ئے هغه نُوم وبخښلو کُوم چه دَ ټولو نومُونو نه اعلىٰ دے، ۱۰دَ پاره دَ دے چه دَ عيسىٰ په نُوم هر يو موجودات په سجده شى، خوا که په آسمانُونو کښے، يا په مزکه کښے، يا هغه چه دَ مزکے دَ لاندے وى، ۱۱اَؤ دَ خُدائے پلار دَ جلال دَ پاره هره يوه ژبه اِقرار وکړى چه عيسىٰ مسيح مالِک دے. ۲۰خو په حقيقت کښے مسيح راژوندے شوے وو. داسے هغه په مړو کښے اولنے ژوندے شوے سړے دے. ۲۱ځکه چه دَ يو سړى په سبب په دُنيا کښے مرګ راغے اَؤ دَ يو سړى په سبب دَ مړو نه راژوندى کيدل راغلل. ۲۲لکه څنګه چه ټول خلق چه دَ آدم اَؤلاد دى، مرى، هغه شان څوک چه دَ مسيح دى ټول به ژوندى کړے شى. ۲۳خو هر يو به په خپل خپل وار، اول مسيح، بيا دَ مسيح په راتلو دَ هغۀ خلق. ۲۴بيا به آخرت راشى، اَؤ کله چه مسيح ټول حُکومتُونه اَؤ ټول اِختيارُونه اَؤ قُدرتُونه نِشت کړى نو بادشاهى به خُدائے، يعنے خُدائے پلار ته په حواله کړى. ۲۵ولے چه تر څو چه مسيح ټول دُښمنان تر پښو لاندے نۀ کړى هغۀ له بادشاهى کول ضرُورى ده. ۲۶اَؤ دَ ټولو نه وروستے دُښمن چه به نِشت کړى، هغه مرګ دے. ۲۷ځکه چه ”خُدائے ټول څيزُونه دَ هغۀ دَ پښو دَ لاندے کړى دى،“ خو دَ ټولو څيزُونو مطلب دا نۀ دے چه خُدائے په دے څيزُونو کښے شامل دے ځکه چه خُدائے دا ټول څيزُونه دَ مسيح دَ لاندے کړى دى. ۲۸اَؤ هر کله چه ټول څيزُونه ئے دَ هغۀ دَ لاندے کړى دى نو زوئے به هم دَ خُدائے دَ لاندے کړے شى چا چه ټول څيُزونه دَ هغۀ دَ لاندے کړل اَؤ دغه شان به خُدائے په ټولو کښے هر څۀ وى.
Summary:
Arabic: http://ow.ly/Yrci8
Arabic 1: https://justpaste.it/rgkt
Arabic 2: https://justpaste.it/11ybv
Arabic- Revealing Islam: http://justpaste.it/q3y5
English: http://justpaste.it/jb82
Urdu: https://justpaste.it/pq41
Farsi: http://justpaste.it/q3y9
Pashto: http://justpaste.it/q3ya
Turkish: http://justpaste.it/q3y0
Kurdish 1: https://justpaste.it/13rdd
Kurdish 2: https://justpaste.it/13rj0
Hebrew: http://justpaste.it/q4vm
Hindi: http://justpaste.it/q64l
Swahili: http://justpaste.it/q4cv
Chinese 1: https://justpaste.it/11czt
Chinese 2: https://justpaste.it/zri0
***
www.pashto-bible.weebly.com -in Pashto