What to do now?- نو نور څۀ کول دى؟
What to do now?- نو نور څۀ کول دى؟
ما اوس اوس په عيسٰى مسيح باندې يقين کړې دې... نو نور څۀ کول دى؟
۸قادر مُطلق خُدائے وائى چه ”زَۀ الاول اَؤ الاخر يم، چه شته، چه وو اَؤ چه راتلُونکے دے.“ ۱۸اَؤ القيوم، زَۀ مړ وم خو اوس تل تر تله ژوندے يم اَؤ دَ مرګ اَؤ دَ عالم ارواح کُنجيانے ما سره دى. ۱۲زَۀ ورپسے راوګرزيدلم چه دا څوک دے چه ما سره خبرے کوى؟ اَؤ کله چه زَۀ راوګرزيدلم نو ما دَ سرو زرو اُووۀ ډيوټُونه وليدل. ۱۳اَؤ دَ دے ډيوټُونو په مينځ کښے يو دَ ”اِبنِ آدم په شان“ وو چه تر پښو پورے ئے چُوغه آغوستے وه اَؤ په سينه ئے دَ سرو زرو سينه بند تاؤ کړے وو. ۱۴دَ سر ويښتۀ ئے لکه دَ واؤرے يا سپينے وړئ په شان سپين وُو اَؤ سترګے ئے دَ اور دَ شُغلو په شان وے. ۱۵اَؤ پښے ئے دَ زيړو په شان ځليدلے چه په بټئ کښے سرۀ شوے وى اَؤ آواز ئے دَ تيزو اوبو په شان وو. ۱۶اَؤ هغۀ په ښى لاس کښے اُووۀ ستورى نيولى وُو اَؤ دَ هغۀ دَ خُلے نه يوه تيزه دوه مخے تُوره راووتله اَؤ دَ هغۀ څيره دَ تيز نمر په شان ځليده. ۱۷کله چه هغه ما وليدو نو زَۀ لکه دَ مړى دَ هغه په پښو کښے پريوتلم، خو هغۀ خپل ښئ لاس په ما کيښودو اَؤ وئے وئيل، ”وريږه مه، زَۀ الاول اَؤ الاخر يم، ۱۸اَؤ القيوم، زَۀ مړ وم خو اوس تل تر تله ژوندے يم اَؤ دَ مرګ اَؤ دَ عالم ارواح کُنجيانے ما سره دى. مُکاشفه 1
يسوع مسيح: دَ سپين آس سوارۀ
۱۱بيا ما آسمان پرانستلے وليدو اَؤ هلته زما په وړاندے يو سپين آس وو اَؤ دَ هغۀ دَ سوارۀ نُوم وفادار اَؤ رښتينے دے، ځکه چه هغه په عدالت کښے اَؤ په جنګ کښے رښتُونے دے. ۱۲اَؤ دَ هغۀ سترګے دَ اور دَ شُغلو په شان دى اَؤ په سر ئے ډير تاجُونه وُو. په هغه يو نُوم ليکلے شوے وو چه بے له دۀ نه پرے هيڅوک نۀ پوهيدو. ۱۳اَؤ هغۀ په وينو لړلے جامے آغوستے وے اَؤ دَ هغۀ نُوم دَ خُدائے کلام دے. ۱۴اَؤ آسمانى لښکرے په سپينو آسُونو سورے ورپسے وے چه دَ سپينے اَؤ صفا مهينے لټے جامے ئے آغوستے وے. ۱۵اَؤ دَ هغۀ دَ خُلے نه يوه تيره تُوره راوزى چه قومُونه پرے ووهى، ځکه چه هغه به په هغوئ دَ اوسپنے په امسا حکُومت کوى اَؤ دَ ګُناهُونو دَ شرابو ګاڼئ به دَ قادر مُطلق خُدائے دَ قهر اَؤ غضب دَ پښو لاندے مږى. ۱۶اَؤ دَ هغۀ په چُوغه اَؤ په پتُون دا نُوم ليکلے دے چه : ”دَ بادشاهانو بادشاه اَؤ دَ مالِکانو مالِک.“ ۱۷بيا ما يوه فرښته په نمر کښے ولاړه وليده اَؤ هغے دَ آسمان په مينځ کښے الوتُونکو مارغانو ته آواز وکړو چه ”راشئ اَؤ دَ خُدائے په لويه ميلمستيا راجمع شئ. ۱۸چه دَ بادشاهانو اَؤ دَ کماندارانو اَؤ دَ سپاهيانو غوښے، دَ آسُونو اَؤ دَ هغو دَ سورو غوښے اَؤ دَ ټولو خلقو، غُلامانو اَؤ آزادو دَ لويو اَؤ دَ وړو غوښے وخورئ!“ ۱۹بيا ما وليدل چه ځنګلى ځناور اَؤ دَ مزکے بادشاهان اَؤ دَ هغوئ لښکرے دَ سوارۀ اَؤ دَ هغۀ دَ لښکر سره په جنګ شول. ۲۰اَؤ هغه ځنګلى ځناور بنديوان کړے شو اَؤ دغسے هغه دروغژن نبى هم چه ئے دَ هغۀ په وړاندے مُعجزے ښکاره کولے اَؤ هغه څوک ئے غُلول، په چا چه دَ ځناور نخښه وه اَؤ دَ هغۀ بُت ته ئے سجده کړے وه. دغه دواړه ژوندى هغه تالاب ته وغورزولے شول چه دَ ګُوګړو شُغلے ترے ختلے. ۲۱اَؤ باقى په هغه تُوره ووژلے شول کُومه چه دَ سورو له خُلے نه راوتلے، اَؤ ټولو مارغانو دَ هغوئ په غوښه ځانُونه ماړۀ کړل.
مُکاشفه ۱۹
ما اوس اوس په عيسٰى مسيح باندې يقين کړې دې... نو نور څۀ کول دى؟
مبارکه شه! تا يوه ژوند بدلوُونکې فېصله کړې ده! غالباً چې تۀ اوس دا تپوس کوې چې، ”اوس څۀ؟ زۀ د خُدائ پاک سره خپل مزل څنګه شروع کړم؟“ دا لاندې پينځۀ بيان شوى ګامُونو به ستا لارښودنه کوى کوم چې د مُقدس کلام نه اخستى شوى دى. کله چې تۀ د خپل دې سفر په باره کښې څۀ سوالُونه لرې، نو مهربانى وکړه چې د انټرنېټ په دې پته باندې لاړ شه.
www.pashto-bible.weebly.com ([email protected])
١ دا خبره يقينى کړه چې تۀ په نِجات پوهېږې.
اول د يوحنا خط ٥: ١٣ مُونږ ته وائى، ”دا خط تاسو له دا يقين درکوى چه تاسو دَ تل ژوندُون ولرئ ځکه چه تاسو دَ خُدائ پاک دَ زوئ په نامه ايمان راوړئ.“ خُدائ پاک غواړى چې مُونږ په نِجات باندې پوهه شو. خُدائ پاک غواړى چې يقيناً زمُونږ دا اعتماد وى چې مُونږ ته نِجات مِلاو شوې دې. راځئ چې دنجات هغه بُنيادى ټکى له ورشو:
(أ)
مُونږ ټولو ګُناه کړې ده. مُونږ ټولو هغه کارُونه کړى دى چې په کُومو باندې خُدائ پاک نارضا کېږى
(خط روميانو په نُوم ٣: ٢٣).
(ب)
زمُونږ د ګُناه په وجه، مُونږ د دې حقدار يُو چې د خُدائ پاک نه د همېشه د پاره د جدائۍ سزا مُونږ ته مِلاو شى (
خط د روميانو په نُوم ٦: ٢٣).
(ت)
عيسٰى مسيح په صليب باندې د دې د پاره مړ شو چې زمُونږ د ګُناهونو د پاره کفاره ادا کړى (خط د روميانو په نُوم ٥: ٨؛ د کورنتيانو په نُوم دويم خط ٥: ٢١). مسيح زمُونږ په ځائ مړ شو، چې د کُومې سزا مُونږ حقدار وُو هغه يې په خپل ځان تېره کړه. د هغۀ بيا ژوندى کېدو دا ثابته کړه چې د هغه مرګ زمُونږ د ګُناه د کفارې ادا کولو د پاره بالکل ټيک وو.
(ث)
خُدائ پاک هغه ټولو له معافى اؤ نِجات ورکوى چې هغوى په مسيح باندې يقين وکړى، اؤ ورسره د هغه په مرګ باندې يقين چې د هغۀ مرګ زمُونږ د ګُناهُونو د پاره کفاره وو (يوحنا ٣: ١٦؛ خط د روميانو په نُوم ٥: ١؛ خط د روميانو په نُوم ٨: ١) دا د نِجات پېغام دې! کۀ تا په عيسٰى مسيح باندې دا ايمان لرلې وى چې هغه نِجات ورکوُونکې دې، نو تۀ بچ شوې يې! ستا ټول ګُناهُونه معاف شوى دى اؤ خُدائ پاک درسره دا وعده کوى چې هغه به تا هيڅ کله نۀ پرېږدى اؤ نۀ به دې هېر کړى (خط د روميانو په نُوم ٨: ٣٨_٣٩؛ متى ٢٨: ٢٠). ياد ساته! ستا د نِجات ذمه وارى په عيسٰى مسيح کښې ده (يوحنا ١٠: ٢٨-٢٩). کۀ تۀ دا يقين لرې چې يواځې عيسٰى مسيح نِجات ورکوُونکې دې، نو تۀ دا باور وکړه چې تۀ به د همېشه د پاره د خُدائ پاک سره په جنت کښې يې!
٢ يو ښۀ جماعت ولټوه چې هغه د مُقدس کلام پېغام ورکوى.
دا خيال مۀ کوه چې ګنى هغه کليسا د کاڼو اؤ سميټو نه جوړه وى. هغه کليسا خلق وى. دا ډېره اهمه ده چې په عيسٰى مسيح باندې يقين لرُونکى د يو بل سره رفاقت ولرى. دا د جماعت (کليسا) وړومبې مقصد دې. نو اوس چې تا په عيسٰى مسيح منلې دې، نو مُونږ ستا پُورا حوصله افزائى کوُو چې په خپله علاقه کښې په مُقدس کلام ايمان لرُونکې جماعت پېدا کړې نو د پادرى سره خبره کړه. هغه د دې نه خبر کړه چې تا اوس اوس عيسٰى مسيح منلې دې. د جماعت دويم مقصد د مُقدس کلام ښودل دى. تۀ چې په دې پوهه شې چې د خُدائ پاک خبرې په خپل ژوند څنګه راولې. په مُقدس کلام باندې پوهېدل د دې بُنياد دې چې په مسيح يو کامياب اؤ مضبُوط ژوند تېر کړې. د کورونتيانو په نُوم خط ٣: ١٦-١٧ وائى، ”خو چه کله هم دَ هغوئ زړۀ دَ مالِک طرف ته راوګرزى نو دغه پړده پورته کيږى. ١٧ اؤ مالِک رُوح دې اؤ چرته چه دَ مالِک رُوح دې،هلته آزادى ده.“ د جماعت دريم مقصد عِبادت دې. عِبادت د هغه شُکريې ادا کول دى چې خُدائ پاک زمُونږ د پاره څۀ کړى دى! خُدائ پاک مُونږ بچ کړو. خُدائ پاک زمُونږ سره مينه کوى. خُدائ پاک زمُونږ د پاره د څيزونو بندُوبست کوى. خُدائ پاک زمُونږ لارښودنه اؤ مشرى کوى. نو بيا مُونږ له ولې د هغۀ شکر ګزارى کول نۀ دى په کار؟ خُدائ پاک مُقدس، صادِق، مينه کوُونکې، اؤ د فضل نه ډک دې. مکشافات ٤: ١١ صفا وائى، ”اې زمُونږ مالِکه خُدايه! تۀ دَ عزت،لوئى اؤ قُدرت مالِک يې ځکه چه تا هر څۀ پيدا کړل اؤ دا ستا په مرضۍ پيدا شول اؤ په وجُود کښې راغلل.“
٣ هره ورځ لږ وخت وباسه چې خُدائ پاک ته متوجې شې
دا زمُونږ د پاره ډېره اهمه ده چې مُونږ هره ورځ داسې وخت تېر کړو چې خُدائ پاک ته متوجې وُو. څوک دې ته ”خاموش وخت“ وائى ، څۀ ورته ”وقف کېدل“ وائى، ځکه دا هغه وخت دې چې مُونږ خپل ځان خُدائ پاک ته حواله کوُو. څوک دا بهتره ګڼى چې په سحر کښې څۀ وخت وباسى، اؤ څۀ دا په ماښام کښې بهتر ګڼى. د دې خبرې څۀ خاص اهميت نشته چې تۀ دې وخت ته څۀ نُوم اخلې يا تۀ دا څۀ وخت کوې. دا خبره اهمه ده چې تۀ باقاعده د خُدائ پاک سره وخت تېروې. داسې څۀ څيزُونه دى چې هغه تۀ دې ته جوړ کړى چې د خُدائ پاک سره وخت تېر کړې؟
(أ)
دعا. دعا په ساده ټکو کښې د خُدائ پاک سره خبرې دى. د خپلو مسئلو اؤ پرېشانو په باره کښې د خُدائ پاک سره خبرې وکړه.د خُدائ پاک نه وغواړه چې تا پوهه کړى اؤ لارښودنه دې وکړى. د خُدائ پاک نه وغواړه چې ستا د ضرورتُونو بندُوبست وکړى. تۀ خُدائ پاک ته ووايه چې د هغۀ سره څومره مينه کوې اؤ د هغۀ څومره ستائنه کوې د هغه هر څۀ د پاره چې ستا د پاره يې کړى دى. دا هغه څۀ دى چې د څۀ د پاره دعا غوښتې شى.
(ب)
د مُقدس کلام لوستل. د دې نه علاوه چې مُقدس کلام تا ته په جماعت کښې، د اتوار ورځې په سکول کښې، اؤ يا د مُقدس کلام په ډله کښې تا ته ښودلې شى په دې کښې د خُدائ پاک لارښودنه ده چې د حکمت نه ډکې فېصلې څنګه وکړو، اؤ د خُدائ پاک په مرضۍ باندې څنګه پوهه شو، د نورو خدمت څنګه وکړو، اؤ روحانى ترقى څنګه وکړو. مُقدس کلام زمُونږ د پاره د خُدائ پاک خبرې دى. مُقدس کلام د خُدائ پاک د لارښودنې لازمى کِتاب دې، دا د دې د پاره چې مُونږ په هغه طريقه خپل ژوند څنګه تېر کړو چې په کومه باندې هغه رضا کېږى اؤ مُونږ هم مُطمعن شو.
٤ د هغه خلقو سره تُعلق زياتول چې څوک ستا روحانى مدد کولې شى.
د کورونتيانو په نُوم اول خط ١٥ ٣٣ مُونږ ته وائى، ”ګمراه کيږئ مه،دَ بدو ملګرتيا دَ سړى عادتُونه خرابوى.“ مُقدس کلام د داسې خبردارو نه ډک دې چې ”بد“ خلق اثر انداز کېدې شى. د هغه چا سره وخت تېرول څوک چې د ګُناه په کارُونو کښې لګيا وى نو دا به د دې باعث جوړ شى چې مُونږ په آزمېښت کښې پرېوزُو اؤ هم هغه کار وکړو. د هغه خلقو عمل به په مُونږ ډکه وغورزوى چې مُونږ د کُومو سره يُو. نو دا ځکه ډېر اهم دى چې زمُونږ ګېر چاپېره هغه نور خلق وى چې څوک د عيسٰى مسيح سره مينه لرى اؤ په هغه پورې يې خپل ځانونه تړلى وى. دا کوشش وکړئ چې دوه درې ملګرې پېدا کړئ، کېدې شى چې هغه ستاسو د جماعت نه وى، کوم چې ستاسو مدد اؤ حوصله افزائى کولې شى (خط د عبرانيانو په نُوم ٣: ١٣؛ ١٠: ٢٤). خپل دوست ته ووايه چې تا د خپل خاموش وخت په باره کښې ، ستا د عمل، اؤ د خُدائ پاک سره ستا د مزل، ذمه وار جوړ کړى. هغۀ ته ووايه چې تۀ هم د هغۀ سره هم دغه شان کوې. د دې مطلب دا نۀ دې چې تۀ خپلو هغه ټولو ملګرو ته د دې په باره کښې وائې څوک چې عيسٰى مسيح نِجات ورکوُونکې نۀ منى. د هغۀ دوست اوسه اؤ د هغۀ سره مينه کوه. په ساده ټکو کښې هغۀ ته وايه چې عيسٰى مسيح ستا ژوند بدل کړې دې اؤ تا داسې د هغه ټولو څيزونه په ذريعه نۀ شول کولې چې تا به کول. د خُدائ پاک نه غواړه چې تا له دا موقع درکوى چې د مسيح په باره کښې د خپلو نورو دوستانو سره خبره وکړې.
٥ بپتسمه واخله.
ډېر خلق د بپتسمې په باره کښې غلطى فهمى لرى. د ”بپتسمې“ د ټکى معنٰى ده په اوبو کښې غُوپه ورکول. د مُقدس کلام په رڼا کښې د بپتسمې مطلب په خلقو کښې په عيسٰى مسيح باندې د نوى ايمان اعلان کول دى اؤ ورسره د دې اظهار چې تۀ به په هغې پسې ځې. په اوبو کښې د غُوپې عمل د دې شکل دې چې د عيسٰى مسيح سره ښخ شوې. اؤ د اوبو نه د راوتلو عمل دا د عيسٰى مسيح د بيا ژوندى کېدو تصوير دې. د بتسمې اخستل عيسٰى مسيح سره د خپل ځان د پېژوندګلو يو عمل دې، مرګ، ښخېدل، اؤ بيا ژوندى کېدل
(خط د روميانو په نُوم ٦: ٣-٤).
بپتسمه هغه څۀ نۀ دى چې څۀ تا بچ کوى. بپتسمه اخستل ستا ګُناهونو نه وينځى. په ساده ټکو کښې بپتسمه اخستل د تابعدارۍ يو قدم، اؤ په خلقو کښې د خپل ايمان دا اعلان کول دى چې يواځې عيسٰى مسيح نِجات ورکوُونکې دې. بپتسمه اخستل ځکه اهم دى چې دا د تابعدارۍ يو قدم دې، په خلقو کښې په عيسٰى مسيح باندې د خپل ايمان اعلان کول دى اؤ هغۀ ته خپل ځان حواله کول دى. کۀ تۀ د بپتسمې اخستلو د پاره تيار يې نو تا له په کار دى چې د خپل پادرى سره خبره وکړې.
تۀ چې دلته څۀ لوستلى د هغې په وجه تا د عيسٰى مسيح په باره کښې څۀ فېصله کړې ده څه؟
***
د افسيانو په نُوم خط ٢: ٨-٩
ځکه که ستا په خُله يې دا اِقرار وى چه عيسىٰ مالِک دې اؤ په زړۀ کښې دِ دا ايمان وى چه خُدائ پاک هغه دَ مړو نه راپاڅولو نو تۀ به خلاصُون بيا مُومې.
د روميانو په نُوم خط ١٠: ١٩
خو خُدائ پاک خپله مينه مُونږ ته داسې ښکاره کړه،کله چه مُونږ لا ګُناه ګار وُو نو مسيح زمُونږ دَ پاره مړ ش
د روميانو په نُوم خط ٥: ٨
ځکه چه دَ ګُناه بدل مرګ دې خو دَ خُدائ پاک بخښنه زمُونږ په مالِک عيسىٰ مسيح کښې دَ تل ژوندُون دې.
د روميانو په نُوم خط ٦: ٢٣
زمُونږ دَ مالِک عيسىٰ مسيح اؤ دَ خُدائ پاک پلار دِ ثناء وى،چه دَ عيسىٰ مسيح دَ مړو نه دَ بيا ژوندى کولو په سبب يې په خپل لوئ رحمت سره مُونږ دَ ژوندى اُميد دَ پاره بيا پيدا کړُو.
د پطروس په نُوم اول خط ١: ٣
خُدائ دَ دې دُنيا سره داسې مينه وکړله چه خپل يکى يو زوئ يې هم ورکړو چه هر هغه څوک چه په زوئ يې ايمان راؤړى هغه هلاک نۀ شى خو دَ تل عُمرى ژوندُون بيا مُومى.
يوحنا ٣: ١٦
اشعيا 53
1 كیست كه خبر ما را تصدیق نموده وكیست كه ساعد خداوند بر او منكشف شده باشد؟
2 زیرا به حضور وی مثل نهال و مانند ریشه در زمین خشك خواهد رویید. او را نه صورتی و نه جمالی میباشد. و چون او را مینگریم منظری ندارد كه مشتاق او باشیم.
3 خوار و نزد مردمان مردود و صاحب غمها و رنج دیده و مثل كسی كه رویها را از او بپوشانند و خوار شده كه او را به حساب نیاوردیم.
4 لكن او غمهای ما را بر خود گرفت و دردهای ما را بر خویش حمل نمود. و ما او را از جانب خدا زحمت كشیده و مضروب و مبتلا گمان بردیم.
5 و حال آنكه به سبب تقصیرهای ما مجروح و به سبب گناهان ما كوفته گردید. و تأدیب سلامتی ما بر وی آمد و از زخمهای او ما شفا یافتیم.
6 جمیع ما مثل گوسفندان گمراه شده بودیم و هریكی از ما به راه خود برگشته بود و خداوند گناه جمیع ما را بروی نهاد.
7 او مظلوم شد امّا تواضع نموده، دهان خود را نگشود. مثل برهای كه برای ذبح میبرند و مانند گوسفندی كه نزد پشم برندهاش بیزبان است همچنان دهان خود را نگشود.
8 از ظلم و از داوری گرفته شد. و از طبقه او كه تفكّر نمود كه او از زمین زندگان منقطع شد و به جهت گناه قوم من مضروب گردید؟
9 و قبر او را با شریران تعیین نمودند و بعد از مردنش با دولتمندان. هرچندهیچ ظلم نكرد و در دهان وی حیلهای نبود.
10 امّا خداوند را پسند آمد كه او را مضروب نموده، به دردها مبتلا سازد. چون جان او را قربانی گناه ساخت، آنگاه ذریت خود را خواهد دید و عمر او دراز خواهد شد و مسرّت خداوند در دست او میسّر خواهد بود.
11 ثمره مشقّت جان خویش را خواهد دید و سیر خواهد شد. و بنده عادل من به معرفت خود بسیاری را عادل خواهد گردانید زیرا كه او گناهان ایشان را بر خویشتن حمل خواهد نمود.
12 بنابراین او را در میان بزرگان نصیب خواهم داد و غنیمت را با زورآوران تقسیم خواهد نمود، به جهت اینكه جان خود را به مرگ ریخت و از خطاكاران محسوب شد و گناهان بسیاری را بر خود گرفت و برای خطاكاران شفاعت نمود.
Bahira Omar/بهيرة عمر
۱۶خُدائے دَ دے دُنيا سره داسے مينه وکړله چه خپل يکى يو زوئے ئے هم ورکړو چه هر هغه څوک چه په زوى ئے ايمان راؤړى هغه هلاک نۀ شى خو دَ تل عُمرى ژوندُون بيا مُومى. ۱۷خُدائے خپل زوئے دُنيا ته دَ دُنيا دَ مُجرم کولو دَ پاره نۀ دے راليږلے بلکه دَ دے دَ پاره چه دَ هغۀ په وسيله دُنيا خلاصُون بيا مُومى.
۱۸څوک چه په هغۀ ايمان راؤړى هغه به مُجرم هم نۀ شى خو چا چه پرے ايمان نۀ دے راوړے هغه خو دَ مخکښے نه مُجرم شوے دے ځکه چه دَ خُدائے دَ يکى يو زوى نه مُنکر دے. ۱۹اَؤ دَ مُجرم کيدلو سبب دا دے چه دُنيا ته نُور راغلے دے خو خلق دَ نُور په ځائے په تيارۀ ځکه خوشحاله وُو چه دَ هغوئ کارُونه بد وُو. ۲۰بدکاره سړے هميشه دَ نُور سره کينه لرى اَؤ ځان ترے ساتى هسے نۀ چه دَ دوئ کارُونه څرګند شى. ۲۱هر څوک چه نيک کارُونه کوى هغه نُور ته راځى ځکه چه کارُونه ئے په نُور کښے څرګند شى چه هغه دَ خُدائے په رضا کړى شوى دى.“
۳۵پلار دَ زوئى سره مينه کوى اَؤ هغۀ ته ئے ټول اِختيار ورکړے دے. ۳۶څوک چه په زوئے ايمان راؤړى نو هغه دَ تل ژوندُون لرى، خو څوک چه دَ زوئے نافرمانى وکړى هغه به دا ژوندُون ونۀ وينى ليکن دَ خُدائے غضب په هغۀ دے.“
۲۲بيا دا چه پلار دَ يو کس هم عدالت نۀ کوى بلکه دا اِختيار ئے هم زوئے ته سپارلے دے. ۲۳اَؤ دا دَ هغۀ مرضى ده چه ټول دِ دَ زوئے هم په هغه شان عزت کوى لکه چه دَ پلار ئے کوى. څوک چه دَ زوئے عزت نۀ کوى هغه دَ پلار عزت نۀ کوى چه هغه ئے را استولے دے.
کلام جُسه شو
۱په ازل کښے کلام وو اَؤ کلام دَ خُدائے څخه وو اَؤ کلام خُدائے وو، ۲دغه په ازل کښے دَ خُدائے څخه وو. ۳اَؤ دَ هغۀ په وسيله ټول څيزُونه په وجُود کښے راغلل. څۀ چه په وجُود کښے راغلل، يو څيز هم بغير دَ هغۀ نه په وجُود کښے رانۀ غے. ۴په هغۀ کښے ژوندون وو اَؤ هم دغه ژوندُون دَ بنى آدمو نُور وو. ۵اَؤ نُور په تيارۀ کښے ځليږى اَؤ تيارۀ پرے هيڅ کله هم غالبه نۀ شوه.۱۴نو کلام جُسه شو اَؤ هغه زمُونږ سره اوسيدو اَؤ مُونږ دَ هغۀ لوئى وليده، داسے لوئى لکه چه دَ پلار دَ يو زوئے چه په فضل اَؤ حقيقت معمُور وى.
خُدائے دَ خپل زوئے په وسيله خبرے کړے دى
۱په تيره زمانه کښے خُدائے زمُونږ دَ پلارانو نيکُونو سره ډير ځله په مُختلفو طريقو سره دَ نبيانو په معرفت خبرے وکړلے. ۲خو په دے آخره زمانه کښے ئے مُونږ سره دَ خپل زوى په معرفت کلام وکړو چه هغه ئے دَ ټولو څيزُونو وارِث وګرزولو اَؤ دَ هغۀ په وسيله ئے هم ټول کائنات پيدا کړل. ۳چه هغه دَ خُدائے دَ جلال مظهر اَؤ دَ هغۀ دَ ذات عکس دے اَؤ ټول څيزُونه دَ خپل قُدرت په کلام سمبالوى. هغۀ ګُناهُونه پاک کړل اَؤ په آسمان کښے دَ قادرِ مُطلق خُدائے په ښى لاس کښيناستو.۵هم هغه شان خُوئ لرئ لکه څنګه چه دَ مسيح عيسىٰ وو.۶هغه اګر که دَ خُدائے په صُورت وو دَ خُدائے سره برابريدل ئے په قبضه کښے دَ ساتلو څيز ونۀ ګڼلو. ۷بلکه خپل ځان ئے دَ هغه ټولو اِختيارُونو نه خالى کړو اَؤ دَ غُلام شکل ئے اِختيار کړو، اَؤ دَ اِنسان په شان شو. ۸اَؤ په اِنسانى جُسه کښے ښکاره شو، خپل ځان ئے عاجز کړو اَؤ دومره تابعدار شو چه مرګ، بلکه دَ سولئ مرګ ئے وزغملو. ۹په دغه وجه خو خُدائے هم هغه ډير سربلند کړو اَؤ هغۀ ته ئے هغه نُوم وبخښلو کُوم چه دَ ټولو نومُونو نه اعلىٰ دے، ۱۰دَ پاره دَ دے چه دَ عيسىٰ په نُوم هر يو موجودات په سجده شى، خوا که په آسمانُونو کښے، يا په مزکه کښے، يا هغه چه دَ مزکے دَ لاندے وى، ۱۱اَؤ دَ خُدائے پلار دَ جلال دَ پاره هره يوه ژبه اِقرار وکړى چه عيسىٰ مسيح مالِک دے. ۲۰خو په حقيقت کښے مسيح راژوندے شوے وو. داسے هغه په مړو کښے اولنے ژوندے شوے سړے دے. ۲۱ځکه چه دَ يو سړى په سبب په دُنيا کښے مرګ راغے اَؤ دَ يو سړى په سبب دَ مړو نه راژوندى کيدل راغلل. ۲۲لکه څنګه چه ټول خلق چه دَ آدم اَؤلاد دى، مرى، هغه شان څوک چه دَ مسيح دى ټول به ژوندى کړے شى. ۲۳خو هر يو به په خپل خپل وار، اول مسيح، بيا دَ مسيح په راتلو دَ هغۀ خلق. ۲۴بيا به آخرت راشى، اَؤ کله چه مسيح ټول حُکومتُونه اَؤ ټول اِختيارُونه اَؤ قُدرتُونه نِشت کړى نو بادشاهى به خُدائے، يعنے خُدائے پلار ته په حواله کړى. ۲۵ولے چه تر څو چه مسيح ټول دُښمنان تر پښو لاندے نۀ کړى هغۀ له بادشاهى کول ضرُورى ده. ۲۶اَؤ دَ ټولو نه وروستے دُښمن چه به نِشت کړى، هغه مرګ دے. ۲۷ځکه چه ”خُدائے ټول څيزُونه دَ هغۀ دَ پښو دَ لاندے کړى دى،“ خو دَ ټولو څيزُونو مطلب دا نۀ دے چه خُدائے په دے څيزُونو کښے شامل دے ځکه چه خُدائے دا ټول څيزُونه دَ مسيح دَ لاندے کړى دى. ۲۸اَؤ هر کله چه ټول څيزُونه ئے دَ هغۀ دَ لاندے کړى دى نو زوئے به هم دَ خُدائے دَ لاندے کړے شى چا چه ټول څيُزونه دَ هغۀ دَ لاندے کړل اَؤ دغه شان به خُدائے په ټولو کښے هر څۀ وى.
Summary:
Arabic: http://ow.ly/Yrci8
Arabic 1: https://justpaste.it/rgkt
Arabic 2: https://justpaste.it/11ybv
Arabic- Revealing Islam: http://justpaste.it/q3y5
English: http://justpaste.it/jb82
Urdu: https://justpaste.it/pq41
Farsi: http://justpaste.it/q3y9
Pashto: http://justpaste.it/q3ya
Turkish: http://justpaste.it/q3y0
Kurdish 1: https://justpaste.it/13rdd
Kurdish 2: https://justpaste.it/13rj0
Hebrew: http://justpaste.it/q4vm
Hindi: http://justpaste.it/q64l
Swahili: http://justpaste.it/q4cv
Chinese 1: https://justpaste.it/11czt
Chinese 2: https://justpaste.it/zri0
***
www.pashto-bible.weebly.com -in Pashto