Who is Jesus?- عيسٰى مسيح څوک دې؟
Who is Jesus?- عيسٰى مسيح څوک دې؟
Bahira Omar عيسٰى مسيح څوک دې؟
- Bahira Omar ۱”زَۀ تاسو ته رښتيا رښتيا وايم چه کُوم سړے چه دَ ګډو شپول ته په دروازے نۀ ورننوزى بلکه په بله لار ور آؤړى هغه بغير دَ غل يا ډاکو نه بل څۀ نۀ شى کيدے. ۲کُوم سړے چه په دروازه ورننوزى هغه دَ ګډو شپُونکے دے. ۳څوکيدار هغۀ ته اِجازت ورکوى اَؤ ګډے دَ هغۀ آواز آؤرى اَؤ هغه خپلے ګډے په نُوم بولى اَؤ بهر ئے راوباسى. ۴کله چه هغه هغه ټولے رابهر کړى نو هغه وړاندے ځى اَؤ ګډے ورپسے، ځکه چه هغوئ دَ هغۀ آواز پيژنى. ۵هغوئ په نا آشنا سړى پسے هيچرے نۀ ځى. هغوئ به دَ هغۀ نه وتښتى ځکه چه هغوئ دَ پردى سړى آواز نۀ پيژنى.“
۶عيسىٰ هغوئ ته دا مِثال ووے خو هغوئ په دے ونۀ رسيدل چه دَ هغۀ دَ دے نه مطلب څۀ وو.
عيسىٰ اصلى شپُونکے
۷نو عيسىٰ هغوئ ته بيا ووئيل چه ”زَۀ تاسو ته رښتيا رښتيا وايم چه زَۀ دَ ګډو دَ شپول دروازه يم. ۸څوک چه زما نه مخکښے راغلى وُو، ګډو هغوئ ته غوږ نۀ دے ايښے ځکه چه هغوئ ټول غلۀ ډاکوان وُو. ۹زَۀ دروازه يم اَؤ څوک چه په دے دروازه شپول ته ننوزى هغه به په امان وى. هغه به دَ ننه بهر تلے راتلے شى اَؤ ګياه به هم مُومى. ۱۰غل دَ غلا بلکه دَ قتلُونو اَؤ تباهئ دَ پاره راځى اَؤ زَۀ دے له راغلے يم چه خلق ژوندُون ومُومى اَؤ ډير ئے ومُومى.
۱۱زَۀ ښۀ شپُونکے يم اَؤ ښۀ شپُونکے دَ ګډو دَ پاره خپل سر ورکوى. ۱۲خو مزدُور چه کله شرمخ په راتلو ووينى نو ګډے په ځائے پريږدى اَؤ وتښتى ځکه چه هغه شپُونکے نۀ دے اَؤ ګډے دَ هغۀ نۀ دى. شرمخ رمه راګيره کړى اَؤ ګډے خورے ورے کړى. ۱۳هغه ځکه تښتى چه مزدُور دے اَؤ دَ ګډو هيڅ پرواه نۀ لرى. ۱۴ښۀ شپُون زَۀ يم. زَۀ خپلے ګډے پيژنم اَؤ ګډے ما پيژنى، ۱۵لکه چې ما پلار پيژنى اؤ زۀ پلار پيژنم، اؤ زَۀ خپل ځان دَ ګډو دَ پاره قُربانوم. ۱۶اَؤ زما نورے ګډے هم شته چه هغه دَ دے شپول نۀ دى، خو دَ هغوئ راوستل ضرورى دى اَؤ هغوئ به هم زما آواز آؤرى، نو بيا به رمه يوه شى اَؤ شپُونکے به ئے هم يو وى.
۱۷پلار ما سره مينه کوى ځکه چه زَۀ خپل ځان قربانوم دَ دے دَ پاره چه بيا ئے ومُوم. ۱۸دا زما نه څوک په زور نۀ آخلى، زَۀ دا په خپله مرضئ قُربانوم. دا زما اِختيار دے چه ځان قُربان کړم اَؤ دا مے هم اِختيار دے چه بيا ئے هم ومُومم. دا اِختيار ما ته خپل پلار راکړے دے.“ يوحنا 10 - Bahira Omar ۲۲دا دَ ژمى ورځے وے اَؤ په بيتُ المُقدس کښے دَ خُدائے دَ کور دَ تجديد اختر وو. ۲۳اَؤ عيسىٰ دَ خُدائے په کور کښے دَ سليمان په برانډه کښے ګرزيدو. ۲۴يهوديان دَ هغۀ نه راچاپير شول اَؤ ورته ئے ووئيل، ”مُونږ به تر څو پورے شکمن پريږدے؟ که چرے تۀ مسيح يئے نو په ډاګه ووايه؟“ ۲۵عيسىٰ ووئيل چه ”ما تاسو ته وئيلى دى خو ستاسو پرے يقين نۀ راځى. زَۀ چه کُوم کارُونه دَ خپل پلار په نُوم کوم، هغه زما ګواه دى. ۲۶خو تاسو پرے ځکه يقين نۀ کوئ چه تاسو زما دَ رمے ګډے نۀ يئ. ۲۷زما خپلے ګډے زما آواز آؤرى، زَۀ هغوئ پيژنم اَؤ هغوئ ما پسے راځى. ۲۸زَۀ هغوئ له دَ تل ژوند ور کوم اَؤ هغوئ به هيڅ کله هم هلاک نۀ شى اَؤ هيڅوک به ئے هم زما نه ونۀ شُو کوى. ۲۹زما پلار چه دوئ ئے ما له راکړى دى دَ ټولو نه لوئے دے اَؤ هيڅ څوک دوئ زما دَ پلار نه نۀ شى شُوکولے. ۳۰زَۀ اَؤ زما پلار يو يُو.“
- Bahira Omar ۱په تيره زمانه کښے خُدائے زمُونږ دَ پلارانو نيکُونو سره ډير ځله په مُختلفو طريقو سره دَ نبيانو په معرفت خبرے وکړلے. ۲خو په دے آخره زمانه کښے ئے مُونږ سره دَ خپل زوى په معرفت کلام وکړو چه هغه ئے دَ ټولو څيزُونو وارِث وګرزولو اَؤ دَ هغۀ په وسيله ئے هم ټول کائنات پيدا کړل. ۳چه هغه دَ خُدائے دَ جلال مظهر اَؤ دَ هغۀ دَ ذات عکس دے اَؤ ټول څيزُونه دَ خپل قُدرت په کلام سمبالوى. هغۀ ګُناهُونه پاک کړل اَؤ په آسمان کښے دَ قادرِ مُطلق خُدائے په ښى لاس کښيناستو.
زوئے دَ فرښتو نه غوره دے
۴نو داسے ئے زوئے له فرښتو نه دومره غوره شو څومره چه هغۀ په ميراث کښے دَ هغوئ نه لوئے نُوم مُوندلے وو. ۵هيڅ کله هم خُدائے کُومے فرښتے ته دا نۀ دى وئيلى چه :
”تۀ زما زوئے يئے، ما نن اظهار کړے.“
اَؤ بيا دا چه :
”زَۀ به دَ هغۀ پلار يم اَؤ هغه به زما زوئے وى.“
۶اَؤ بيا چه خُدائے خپل اول پيدا شوے، يعنے عيسىٰ، دنيا ته راولى نو وائى چه :
”دَ خُدائے ټولے فرښتے دِ هغۀ ته سجده وکړى.“
۷اَؤ دَ فرښتو په باب کښے وائى چه :
”هغه دَ خپلو فرښتو نه بادُونه جوړ وى
اؤ دَ خپلو خادمانو نه دَ اور شُغلے جوړوى.“
۸خو دَ خپل زوى په حقله وائى چه :
”اَئے خُدايه! ستا تخت به تل تر تله وى
اَؤ ستا دَ بادشاهئ امسا دَ صداقت امسا ده.
۹تا دَ صداقت سره مينه اَؤ دَ بدکارئ نه نفرت وکړو،
په دے وجه خُدائے، يعنے ستاسو خُدائے،
تۀ په تيلو مسح کړلے
اَؤ دَ خپلو ملګرو په نسبت ئے زيات خوشحاله کړلے.“
۱۰اَؤ بيا دا چه :
”اَئے مالِکه! تا دَ مزکے بُنياد له ازل نه کيښودو
اَؤ آسمان ستا دَ لاس کاريګرى ده.
۱۱هغه به فنا شى خو تۀ به باقى پاتے يئے،
اَؤ هغه به ټول دَ جامو په شان زاړۀ شى.
۱۲تۀ به هغه دَ چُوغے په شان راونغاړے
اَؤ دَ جامو په شان به بدل کړے شى.
خو تۀ هم هغه ئے اَؤ ستا کالُونه به ختم نۀ شى.“
۱۳خو خُدائے په فرښتو کښے دَ چا په باب کښے کله وئيلى وُو چه :
”تۀ زما ښى لاس ته کښينه تر څو چه زَۀ ستا دُښمنان
دَ پښو دَ لاندے دُنکاچه نۀ کړم.“
۱۴فرښتے څۀ دى؟ هغوئ ټول خدمت ګُزار رُوحُونه دى کُوم چه دَ هغه خلقو دَ خدمت دَ پاره راليږلى شوى دى څوک چه دَ خلاصُون وارثان دى. عبرانيانو 1 - Bahira Omar ۵هم هغه شان خُوئ لرئ لکه څنګه چه دَ مسيح عيسىٰ وو.
۶هغه اګر که دَ خُدائے په صُورت وو دَ خُدائے سره برابريدل ئے په قبضه کښے دَ ساتلو څيز ونۀ ګڼلو. ۷بلکه خپل ځان ئے دَ هغه ټولو اِختيارُونو نه خالى کړو اَؤ دَ غُلام شکل ئے اِختيار کړو، اَؤ دَ اِنسان په شان شو. ۸اَؤ په اِنسانى جُسه کښے ښکاره شو، خپل ځان ئے عاجز کړو اَؤ دومره تابعدار شو چه مرګ، بلکه دَ سولئ مرګ ئے وزغملو. ۹په دغه وجه خو خُدائے هم هغه ډير سربلند کړو اَؤ هغۀ ته ئے هغه نُوم وبخښلو کُوم چه دَ ټولو نومُونو نه اعلىٰ دے، ۱۰دَ پاره دَ دے چه دَ عيسىٰ په نُوم هر يو موجودات په سجده شى، خوا که په آسمانُونو کښے، يا په مزکه کښے، يا هغه چه دَ مزکے دَ لاندے وى، ۱۱اَؤ دَ خُدائے پلار دَ جلال دَ پاره هره يوه ژبه اِقرار وکړى چه عيسىٰ مسيح مالِک دے.
فيليپيانو ۲ - Bahira Omar ۲۰خو په حقيقت کښے مسيح راژوندے شوے وو. داسے هغه په مړو کښے اولنے ژوندے شوے سړے دے. ۲۱ځکه چه دَ يو سړى په سبب په دُنيا کښے مرګ راغے اَؤ دَ يو سړى په سبب دَ مړو نه راژوندى کيدل راغلل. ۲۲لکه څنګه چه ټول خلق چه دَ آدم اَؤلاد دى، مرى، هغه شان څوک چه دَ مسيح دى ټول به ژوندى کړے شى. ۲۳خو هر يو به په خپل خپل وار، اول مسيح، بيا دَ مسيح په راتلو دَ هغۀ خلق. ۲۴بيا به آخرت راشى، اَؤ کله چه مسيح ټول حُکومتُونه اَؤ ټول اِختيارُونه اَؤ قُدرتُونه نِشت کړى نو بادشاهى به خُدائے، يعنے خُدائے پلار ته په حواله کړى. ۲۵ولے چه تر څو چه مسيح ټول دُښمنان تر پښو لاندے نۀ کړى هغۀ له بادشاهى کول ضرُورى ده. ۲۶اَؤ دَ ټولو نه وروستے دُښمن چه به نِشت کړى، هغه مرګ دے. ۲۷ځکه چه ”خُدائے ټول څيزُونه دَ هغۀ دَ پښو دَ لاندے کړى دى،“ خو دَ ټولو څيزُونو مطلب دا نۀ دے چه خُدائے په دے څيزُونو کښے شامل دے ځکه چه خُدائے دا ټول څيزُونه دَ مسيح دَ لاندے کړى دى. ۲۸اَؤ هر کله چه ټول څيزُونه ئے دَ هغۀ دَ لاندے کړى دى نو زوئے به هم دَ خُدائے دَ لاندے کړے شى چا چه ټول څيُزونه دَ هغۀ دَ لاندے کړل اَؤ دغه شان به خُدائے په ټولو کښے هر څۀ وى. کورنتيانو اول ۱۵
- Bahira Omar عيسٰى مسيح څوک دې؟
- Bahira Omar عيسٰى مسيح څوک دې؟ دا سوال د هغه په شان نۀ دې چې آيا خدائ پاک شته؟ ځکه چې دا سوال صرف يو څو کسان کوى چې عيسٰى مسيح موجود وو او که نه. په عامه توګه دا خبره منلې شى چې عيسٰى مسيح په رښتيا سره يو سړې وو چې هغۀ زمکه باندې په اسرائيل کښې ٢٠٠٠ کاله مخکښې ژوند تېرولو. دا بحث هغه شروع کېږى چې کله موضوع دا وى چې د هغه مکلمه پېژندګلو څۀ ده. تقريبا ټول لوئ مذهبونه دا ښودنه کوى چې عيسٰى مسيح يو پېغمبر وو، يو ښه استاد وو، يا ښه سړې وو. مسئله دا ده چې کله مونږ ته مقدس کتاب وائى چې هغه د پېغمبر نه، يو ښه استاذ، ښه انسان نه زيات نور څۀ هم وو.
CS Lewis په خپل کتاب صرف عيسائيت کښې داسې وائى: ”زۀ دلته د هغۀ څيز کوشش کوم چې ځان بچ کړم چې خلق د عيسٰى مسيح په باره کښې کومې کم عقلې خبرې کوى: زۀ دې ته تيار يم چې عيسٰى مسيح يو لوئ اخلاقى استاذ ومنم، خو زۀ دا نۀ شم منلې چې هغه دا دعوه کوى چې زۀ خدائ پاک يم.“ دا هغه څۀ دى چې مونږ له وئيل نه دى په کارى. يو انسان چې صرف انسان وو او دا قسم خبرې يې هم کړې دى عيسٰى مسيح ووئيل نو هغه به يو لوئ اخلاقى استاذ نۀ وى. نو هغه به يا لېونې وى يا به داسې سړې وى چې هغه خپلې اګۍ جنګوى او يا به هغه د دوزخ پېرې وى. تا له په کار دى چې ته يوه خوښه وکړې. چې هغه يو انسان وو، دې، د خدائ پاک زوئ، ليونې يا بل د دې نه بده خبره. تۀ هغه لېوانې راغورزولې شې، په هغه توکاڼى تُوکولې شې، وژلې يې شې چې دې پېرې دې، يا تۀ د هغۀ په ښپو غورزېدلې شې چې هغۀ ته مالک خدائ پاک ووائې. خو راځئ چې په داسې څۀ مطلب کښې پرې نۀ وزوو چې هغه يو لوئ انسانى استاذ هم وو. هغۀ مونږ ته دا خوښه کولاو نۀ ده پرېښودلې. او د هغۀ دا اراده هم نۀ وه.
نو، دا دعوه چا وکړه چې هغه عيسٰى مسيح دې؟ څوک وائى چې مقدس کتاب دا وائى چې هغه عيسٰى مسيح دې؟ راځئ چې اول د عيسٰى مسيح هغه ټکى وګورو چې هغه يې په يوحنا ١٠: ٣٠ کښې وائى، ”زۀ او پلار يو يُو.“ په اول نظر کښې کېدې شى چې دا داسې ښکاره نۀ شى دا دعوه وى چې زۀ خدائ يم. نو اوس د يهوديانو د دې بيان په جواب کښې رد عمل ته وګورئ، ”مونږ تا دَ څۀ ښۀ کار په وجه نۀ سنګسار وُو خو دَ کُفر په سبب،ځکه چه تۀ خو تش اِنسان ئے اَؤ دَ خُدائى دعوىٰ کوے.“ (يوحنا ١٠: ٣٣). يهوديان په دې پوهېدل چې عيسى مسيح دا خبره وکړه چې زۀ خدائ يم. په دې آيات کښې عيسٰى مسيح يهوديان منع نۀ کړل چې ورته ووائى، ”ما دا دعوه نۀ ده کړه چې زۀ خدائ يم“. دا هغې ته اشاره کوى چې عيسٰى مسيح په رښتيا سره ووئيل چې هغه خدائ دې چې دا اعلان يې وکړو، ”زۀ او پلار يو يُو.“ (يوحنا ١٠: ٣٠). يو بل مثال يوحنا ٨: ٥٨ دې. عيسٰى مسيح دا اعلان کوى، ”زۀ تاسو ته رښتيا وايم، عيسٰى مسيح جواب ورکړو، د ابراهيم د پېدا کېدو نه مخکښې زۀ موجود وم!“ يو ځل بيا، په جواب کښې، يهوديانو کاڼى راوخستل چې د عيسٰى مسيح د سنګسارولو کوشش وکړى. (يوحنا ٨: ٥٩). عيسٰى مسيح خپله پېژندګلو داسې کوى، ”زۀ يم“ دا د خدائ پاک په زړه لوظ نامه کښې د خدائ پاک وئيلو ته سيدها اشاره ده. (هجرت ٣: ١٤). نو بيا يهوديانو عيسٰى مسيح سنګسارول ولې غوښتل چې هغۀ داسې څۀ نۀ وې وئيلى چې د هغوى خيال نۀ وې چې دا ګستاخى ده، يعنې دا دعوه چې هغه خدائ دې؟ - Bahira Omar يوحنا ١: ١ وائى چې، ”کلام خدائ وو“. يوحنا ١: ١٤ وائى چې، ”کلام جوسه شو.“ دا په صفا توګه اشاره کوى چې عيسٰى مسيح په جوسه شوې خدائ دې. تيمطوس شاګرد عيسٰى مسيح ته ووئيل، ”زما مالک زما خدائ“ (يوحنا ٢٠: ٢٨). خو عيسٰى مسيح هغه منع نۀ کړو. پولوس رسول هغۀ ته داسې وائى، ”.. زمونږ لوئ خدائ نجات ورکوونکې، عيسٰى مسيح“. (تيطوس په نوم خط ٢: ١٣). پطروس رسول هم دغه شان وائى، ”... زمونږ لوئ خدائ نجات ورکوونکې، عيسٰى مسيح“.“ (د پطروس په نوم دويم خط ١: ١). خدائ پلار د زمونږ لوئ خدائ نجات ورکوونکې، عيسٰى مسيح“. پوره ګواه دې او پوره پېژندګلو دې، ”د زوئ په باره کښې هغه وائى، ”اے خدايه پاکه، ستا تخت به همېشه همېشه د پاره وى، او ستا صداقت به ستا د بادشاهۍ د طاقت لخته وى.“ زړه لوظ نامه د زمونږ لوئ خدائ نجات ورکوونکې، عيسٰى مسيح“. په باره کښې پېشن ګوئى ورکوى، ”نو زمونږ يو ماشوم پېدا شوې دې، مونږ له يو زوئ راکړې شوې دې، او حکومت به د هغۀ په ولو باندې پروت وى، او هغه به ښۀ مشوره ورکوونکے وبللې شى، لوئ خدائ، ابدى پلار، او د آمن شهزاده.“
نو لکه چې CS Lewis بحث کوى، چې په دې باندې يقين ساتل چې عيسٰى مسيح يو ښـۀ استاذ دې دا يو خوښه نۀ ده. عيسٰى مسيح په صفا توګه او يقيناً دا دعوه کوى چې هغه خدائ دې. کۀ هغه خدائ نۀ وى، نو بيا هغه دروغژن دې، نو بيا پېغمبر هم نۀ دې، نۀ ښۀ استاذ، نۀ ښۀ انسان. دوه زره کاله مخکښې تېر شوى دى چې عيسٰى مسيح کړى يا وئيلى دى دا هر څه د هغوى په ذريعه رارسېدلى دى چې چا د هغۀ سره ژوند کولو، د هغه خدمت کولو، او عيسٰى مسيح په خپله د هغوى استاذ وو.
(يوحنا ١٤: ٢٦)
نو دا سوال د عيسٰى مسيح د پېژندګلو د پاره ډېر اهم دې؟ دا څۀ خبره ده چې عيسٰى مسيح خدائ دې او که نۀ دې؟ د ټولو نه اهمه وجه دا ده چې عيسٰى مسيح خدائ وى، کۀ هغه خدائ نۀ وى، نو د هغۀ مرګ به د ټولې دنيا د ګناه د معافۍ د پاره ټيک نۀ وى. (د يوحنا په نوم اول خط ٢: ٢). صرف خدائ پاک داسې يوه لويه بدله ورکولې شى (د روميانو په نوم خط ٥: ٨؛ د کورنتيانو په نوم خط ٥: ٢١). عيسٰى مسيح خدائ ځکه کېدې شى چې هغۀ زمونږ د ګناه قرض ادا کړې دې. عيسٰى مسيح ځکه انسان جوړ شو چې هغه مړ شى. نجات صرف د عيسٰى مسيح په منلو سره ملاوېږى. عيسٰى مسيح صرف د نجات يواځينۍ لار ده. نو عيسٰى مسيح ځکه دا اعلان کوى، ”زۀ لار يم، زۀ حق يم، او زۀ ژوندون يم. هيڅ څوک زما د وسيلې نه بغېر پلار ته نۀ شى تلې“.
(يوحنا ١٤: ٦). - Bahira Omar په تاسو دِ فضل اَؤ سلامتى وى، دَ خُدائے له طرفه چه شته، چه وو اَؤ چه راتلُونکے دے، اَؤ له هغه اُوو رُوحونو له طرفه چه دَ هغۀ دَ تخت دَ وړاندے دى، ۵اَؤ دَ عيسىٰ مسيح وفادار ګواه چه له مړو نه اول ژوندے پاڅيدو اَؤ دَ زمکے دَ بادشاهانو سردار دے.
هغه مُونږ سره مينه کوى اَؤ مُونږ ئے دَ خپلے وينے په قُربانئ له ګُناهُونو نه آزاد کړُو. ۶اَؤ مُونږ ئے دَ خپل خدائے پلار دَ پاره دَ بادشاهت کاهنان جوړ کړلُو. دَ هغۀ لوئى اَؤ طاقت دِ تل تر تله قائم وى! آمين
۷ګورئ، هغه په وريځو کښے راځى! هر څوک به ئے په خپلو سترګو ووينى اَؤ هغوئ به ئے هم، چا چه سُورے کړے وو، اَؤ دَ دُنيا ټول خلق به په هغه وير کوى. دغه شان به وى. آمين ۸قادر مُطلق خُدائے وائى چه ”زَۀ الاول اَؤ الاخر يم، چه شته، چه وو اَؤ چه راتلُونکے دے.“ - Bahira Omar ۱۸اَؤ القيوم، زَۀ مړ وم خو اوس تل تر تله ژوندے يم اَؤ دَ مرګ اَؤ دَ عالم ارواح کُنجيانے ما سره دى.
- Bahira Omar ۱۲زَۀ ورپسے راوګرزيدلم چه دا څوک دے چه ما سره خبرے کوى؟ اَؤ کله چه زَۀ راوګرزيدلم نو ما دَ سرو زرو اُووۀ ډيوټُونه وليدل. ۱۳اَؤ دَ دے ډيوټُونو په مينځ کښے يو دَ ”اِبنِ آدم په شان“ وو چه تر پښو پورے ئے چُوغه آغوستے وه اَؤ په سينه ئے دَ سرو زرو سينه بند تاؤ کړے وو. ۱۴دَ سر ويښتۀ ئے لکه دَ واؤرے يا سپينے وړئ په شان سپين وُو اَؤ سترګے ئے دَ اور دَ شُغلو په شان وے. ۱۵اَؤ پښے ئے دَ زيړو په شان ځليدلے چه په بټئ کښے سرۀ شوے وى اَؤ آواز ئے دَ تيزو اوبو په شان وو. ۱۶اَؤ هغۀ په ښى لاس کښے اُووۀ ستورى نيولى وُو اَؤ دَ هغۀ دَ خُلے نه يوه تيزه دوه مخے تُوره راووتله اَؤ دَ هغۀ څيره دَ تيز نمر په شان ځليده. ۱۷کله چه هغه ما وليدو نو زَۀ لکه دَ مړى دَ هغه په پښو کښے پريوتلم، خو هغۀ خپل ښئ لاس په ما کيښودو اَؤ وئے وئيل، ”وريږه مه، زَۀ الاول اَؤ الاخر يم، ۱۸اَؤ القيوم، زَۀ مړ وم خو اوس تل تر تله ژوندے يم اَؤ دَ مرګ اَؤ دَ عالم ارواح کُنجيانے ما سره دى. مُکاشفه ۱
- Bahira Omar مسيح:
- دَ سپين آس سوارۀ
١١ بيا ما آسمان پرانستلے وليدو اَؤ هلته زما په وړاندے يو سپين آس وُو اَؤ دَ هغۀ دَ سوارۀ نُوم وفادار اَؤ رښتينے دے،ځکه چه هغه په عدالت کښے اَؤ په جنګ کښے رښتُونے دے. ١٢ اَؤ دَ هغۀ سترګے دَ اور دَ شُغلو په شان دى اَؤ په سر ئے ډير تاجُونه وُو. په هغه يو نُوم ليکلے شوے وُو چه بے له دۀ نه پرے هيڅوک نۀ پوهيدو. ١٣ اَؤ هغۀ په وينو لړلے جامے آغوستے وے اَؤ دَ هغۀ نُوم دَ خُدائے کلام دے. ١٤ اَؤ آسمانى لښکرے په سپينو آسُونو سورے ورپسے وے چه دَ سپينے اَؤ صفا مهينے لټے جامے ئے آغوستے وے. ١٥ اَؤ دَ هغۀ دَ خُلے نه يوه تيره تُوره راوزى چه قومُونه پرے ووهى،ځکه چه هغه به په هغوئ دَ اوسپنے په امسا حکُومت کوى اَؤ دَ ګُناهُونو دَ شرابو ګاڼئ به دَ قادر مُطلق خُدائے دَ قهر اَؤ غضب دَ پښو لاندے مږى. ١٦ اَؤ دَ هغۀ په چُوغه اَؤ په پتُون دا نُوم ليکلے دے چه.”دَ بادشاهانو بادشاه اَؤ دَ مالِکانو مالِک.“ ١٧ بيا ما يوه فرښته په نمر کښے ولاړه وليده اَؤ هغے دَ آسمان په مينځ کښے الوتُونکو مارغانو ته آواز وکړو چه”راشئ اَؤ دَ خُدائے په لويه ميلمستيا راجمع شئ. ١٨ چه دَ بادشاهانو اَؤ دَ کماندارانو اَؤ دَ سپاهيانو غوښے،دَ آسُونو اَؤ دَ هغو دَ سورو غوښے اَؤ دَ ټولو خلقو،غُلامانو اَؤ آزادو دَ لويو اَؤ دَ وړو غوښے وخورئ!“ ١٩ بيا ما وليدل چه ځنګلى ځناور اَؤ دَ مزکے بادشاهان اَؤ دَ هغوئ لښکرے دَ سوارۀ اَؤ دَ هغۀ دَ لښکر سره په جنګ شول. ٢٠ اَؤ هغه ځنګلى ځناور بنديوان کړے شو اَؤ دغسے هغه دروغژن نبى هم چه ئے دَ هغۀ په وړاندے مُعجزے ښکاره کولے اَؤ هغه څوک ئے غُلول،په چا چه دَ ځناور نخښه وه اَؤ دَ هغۀ بُت ته ئے سجده کړے وه. دغه دواړه ژوندى هغه تالاب ته وغورزولے شول چه دَ ګُوګړو شُغلے ترے ختلے. ٢١ اَؤ باقى په هغه تُوره ووژلے شول کُومه چه دَ سورو له خُلے نه راوتلے،اَؤ ټولو مارغانو دَ هغوئ په غوښه ځانُونه ماړۀ کړل. مُکاشفه 19 - Bahira Omar مُکاشفه 20
زَر کاله
١ بيا ما يوه فرښته له آسمان نه په راکُوزيدو وليدله چه ورسره دَ عالِم اَرواح کُنجى اَؤ په لاس کښے ئے لوئے زنځير وُو. ٢ اَؤ هغه اژدها چه زوړ ښامار دے،هغه ئے ونيوو،يعنے اِبليس اَؤ شيطان،اَؤ تر زرو کالو پورے ئے وتړلو. ٣ فرښتے هغه آخرے کندے دَ جهنم ته وغورزولو،بند ئے کړو اَؤ مُهر ئے پرے ولګولو،دَ دے دَ پاره چه هغه بيا تر هغے قومُونه ونۀ غُلوى تر څو چه زر کاله پُوره شوى نۀ وى. دَ هغے نه پس به هغه بيا دَ لږ وخت دَ پاره آزاد کړے شى. ٤ بيا ما تختُونه وليدل اَؤ هغه خلق پرے ناست وُو چه دَ عدالت اِختيار ورکړے شوے وُو. ما دَ هغه خلقو رُوحُونه وليدل چه سرُونه ئے دَ خُدائے دَ کلام اَؤ دَ عيسىٰ دَ شهادت په وجه پريکړى شوى وُو،اَؤ هغه خلق چا چه ځنګلى ځناور يا دَ هغۀ بُت ته سجده نۀ وه کړے اَؤ نۀ ئے په لاس يا تندى دَ هغۀ نخښه لګولے وه. هغوئ بيا راژوندى کړے شول اَؤ دَ مسيح سره ئے تر زرو کالو بادشاهى وکړه. ٥ باقى مړى تر هغے ژوندى نۀ کړے شول تر څو چه زر کاله پُوره شوى نۀ وُو. دا اولنے قيامت دے. ٦ بختور اَؤ قدُوس هغه دے چه په دے اولنى قيامت کښے شريک دے ځکه چه په داسے خلقو دويم مرګ اِختيار نۀ لرى بلکه هغوئ به دَ خُدائے اَؤ دَ مسيح کاهنان وى اَؤ دَ هغۀ سره به تر زرو کالو پورے بادشاهى کوى.
دَ شيطان شکست
٧ هر کله چه زر کاله پُوره شى نو شيطان به دَ خپلے بندى خانے نه را آزاد شى. ٨ اَؤ هغه به راشى اَؤ په څلور کُنجه دُنيا کښے به قومُونه وغُلوى،يعنے جُوج اَؤ ماجُوج،اَؤ جنګ ته به ئے راجمع کړى چه دَ سمندر دَ شګو په شان بے شماره دى. ٩ نو هغوئ دَ مزکے په پلنوالى راوختل اَؤ دَ خُدائے دَ پاکانو ديره اَؤ دَ هغۀ محبُوب ښار ئے راګير کړو،خو له آسمان نه اور پرے نازل شو اَؤ هغوئ ئے تباه کړل. ١٠ اَؤ هغوئ له دوکه ورکوُونکے اِبليس دَ اور اَؤ ګُوګړو تالاب ته وغورزولے شو چرته چه ځنګلى ځناور اَؤ دروغژن نبى هم ورغورزولے شوے دے اَؤ هلته به په شپه اَؤ ورځ تل تر تله عذابولے شى.
دَ لوئے سپين تخت په وړاندے عدالت
١١ بيا ما يو لوئے سپين تخت وليدو اَؤ يو سړے چه پاس پرے ناست وُو،دَ هغۀ دَ مخ نه مزکه اَؤ آسمان وتښتيدل اَؤ غائب شول. ١٢ ما لوئے اَؤ واړۀ مړى دَ تخت دَ وړاندے ولاړ وليدل اَؤ کتابُونه پرانستلے شول. بيا يو بل کتاب پرانستلے شو،يعنے دَ ژوندُون کتاب. په دے کتابُونو کښے څۀ چه دَ مړو دَ عملُونو ليکلى وُو دَ هغے په مُطابق دَ هغوئ عدالت وشو. ١٣ سمندر خپل مړى چه په کښے وُو،ورکړل اَؤ مرګ اَؤ عالم ارواح په خپله قبضه کښے چه مړى وُو،ورکړل اَؤ دَ ټولو عدالت دَ هر چا دَ خپل عمل په مُطابق وشو. ١٤ بيا مرګ اَؤ عالم ارواح دَ اور تالاب ته وغورزولے شول،دَ اور تالاب دويم مرګ دے. ١٥ اَؤ په دے کښے هغه کسان وغورزولے شول،دَ چا نومُونه چه دَ ژوندُون په کتاب کښے درج نۀ وُو. - Bahira Omar مُکاشفه 21
نوے آسمان اَؤ نوے مزکه
١ بيا ما يو نوے آسمان اَؤ يوه نوے مزکه وليده ځکه چه وړُومبنے آسمان اَؤ وړُومبنئ مزکه غائب شوى وُو اَؤ سمندر هم نۀ وُو. ٢ اَؤ ما پاک ښار،يعنے نوے بيتُ المُقدس وليدلو چه دَ خُدائے له طرفه له آسمان نه راکُوزيدو،اَؤ دا داسے تيار کړے شوے وُو لکه چه ناوے دَ خپل خاوند دَ پاره ښکلے تياره کړے شوے وى. ٣ ما له تخت نه يو اُوچت آواز واؤريدو چه دا ئے وئيل چه”ګورئ! اوس خُدائے دَ بنى آدمو په مينځ کښے استوګنه کوى،هغه به دَ هغوئ سره اوسيږى اَؤ هغوئ به دَ هغۀ اُمت وى اَؤ خُدائے به په خپله دَ هغوئ سره وى. ٤ هغه به دَ هغوئ دَ سترګو ټولے اوښکے وچے کړى،هلته به نۀ مرګ،نۀ ويره،نۀ ژړا اَؤ نۀ دړد وى ځکه چه وړُومبى څيزُونه تير شوى دى.“ ٥ بيا څوک چه په تخت ناست وُو،هغۀ ووئيل چه”وګورئ! زَۀ ټول څيزُونه نوى کوم!“ اَؤ هغۀ ما ته ووئيل چه”دا وليکه ځکه چه دا ټولے خبرے دَ اِعتبار لائقے اَؤ رښتيا دى.“ ٦ نو ما ته ئے ووئيل چه”وشو! الفه اَؤ اوميګه زَۀ يم،الاول اَؤ الاخر زَۀ يم. هر څوک چه تږے وى زَۀ به هغۀ ته دَ ژوندُون دَ اوبو له چينو نه دَ څښلو حق ويړيا ورکړم. ٧ هر څوک چه غالب شى هغه به دَ دے وارث شى،زَۀ به دَ هغۀ خُدائے يم اَؤ هغه به زما زوئے وى. ٨ خو دَ ويريدُونکو،بے ايمانو،پليتانو،قاتلانو،حرامکارانو،جادُوګرانو،بُت پرستانو اَؤ هر قسم دروغژنو برخه به په هغه تالاب کښے وى چه په کښے دَ ګُوګړو اور بليږى،اَؤ دا دويم مرګ دے.“
نوے بيتُ المُقدس
٩ بيا په هغه اُوو فرښتو کښے چه دَ اُوو آخرى اُفتُونو ډک جامُونه ورسره وُو،يوه ماله راغله اَؤ وئے وئيل چه”راځه! اَؤ زَۀ به تا ته ناوے وښيم،يعنے دَ ګډُورى ښځه به درته وښيم.“ ١٠ زَۀ دَ رويا په حالت کښے وم اَؤ فرښتے زَۀ يو لوئے اُوچت غر ته بوتلم اَؤ دَ بيتُ المُقدس پاک ښار ئے راته وښئيلو چه دَ خُدائے له طرفه له آسمان نه راکُوزيدو. ١١ هغه دَ خُدائے په جلال روښانه وُو،دَ هغۀ پړق دَ قيمتى جواهراتو په شان لکه دَ زبرجدو صفا اَؤ دَ بلور په شان وُو. ١٢ دَ هغۀ يو لوئے اُوچت ديوال وُو چه په کښے دولس دروازے وے اَؤ په هغو کښے دولس فرښتے وے،اَؤ په دروازو دَ بنى اِسرائيلو دَ دولسو خيلُونو نُومونه ليکلى شوى وُو. ١٣ نمر خاته ته درے دروازے وے،قطب ته درے،سهيل ته درے اَؤ نمر پريواتۀ ته درے دروازے وے. ١٤ دَ ښار دَ ديوال په بُنياد کښے دولس کاڼى وُو اَؤ په هغوئ دَ ګډُورى دَ دولسو رسُولانو نومُونه وُو. ١٥ کُومے فرښتے چه ما سره خبرے وکړلے،دَ هغے سره دَ سرو زرو يو ګز وُو چه پرے دَ ښار هغه ديوالُونه اَؤ دروازے ناپ کړى. ١٦ اَؤ ښار په مربع شکل جوړ وُو اَؤ څومره چه اُوږد وو هغه هومره پلن وُو،اَؤ هغۀ په ګز دَ هغۀ اُوږدوالے،پلنوالے اَؤ اُوچتوالے چه يو برابر وُو،دوه نيم زره کيلوميټره وُو،ناپ کړل. ١٧ دَ هغه ديوال شپيته ميټره اُوچت وُو،دا اِنسانى پيمانه وه چه فرښتے استعمالوله. ١٨ ديوال دَ زبرجدو نه جوړ وُو اَؤ ښار په خپله دَ سُوچه سرو زرو نه جوړ شوے وُو اَؤ دَ صفا شيشے په شان پړقيدو. ١٩ دَ ښار دَ ديوال بُنيادُونه په قسما قسم قيمتى کاڼو ډولئ کړى شوى وُو چه اول دَ بُنياد کاڼے دَ زبر جدو وُو،دويم دَ نيلم،دريم دَ شب چراغ،څلورم دَ زمرُد، ٢٠ پنځم دَ سليمانى،شپږم،دَ عقيقو،اُووم دَ سنګ يشب،اَتم دَ فيروزے،نهم دَ طوپاز،لسم دَ يمانى،يولسم دَ سنګ سُنبلى اَؤ دولسم دَ ياقُوتو وُو. ٢١ اَؤ هغه دولس دروازے دَ دولسو مرغلرو وے،هره دروازه دَ يوے مرغلرے نه جوړه وه. دَ ښار کُوڅے دَ صفا شيشے په شان دَ سُوچه سرو زرو وے. ٢٢ ما په ښار کښے دَ خُدائے کور ونۀ ليدو ځکه چه مالِک قادر مُطلق خُدائے اَؤ ګډُورے دَ هغه ښار دَ خُدائے کور دے. ٢٣ اَؤ ښار ته دَ نمر يا دَ سپوږمئ دَ ځليدو حاجت نِشته ځکه چه دا دَ خُدائے په نُور روښانه دے اَؤ دَ هغۀ ډيوه ګډورے دے. ٢٤ دَ دے په رڼا به قومُونه ګرزى اَؤ دَۀ ته به دَ دُنيا بادشاهان خپلے لوئى راؤړى. ٢٥ دَ ښار دروازے به ټوله ورځ پرانستے وى اَؤ هلته به شپه چرے نۀ وى. ٢٦ دَ قومُونو دولت اَؤ لوئى به دَۀ ته راؤړے شى. ٢٧ خو هيڅ ناپاک څيز به ورننوتے نۀ شى اَؤ نۀ پليت اَؤ نۀ دروغژن،خو صرف هغه دَ چا نُومُونه چه دَ ګډُورى دَ ژوندُون په کتاب کښے ليکلى دى. - Bahira Omar مُکاشفه 22
١ بيا فرښتے ما ته دَ ژوند دَ اوبو درياب وښودلو چه دَ بلور په شان پړقيدو اَؤ دَ خُدائے اَؤ دَ ګډُورى دَ تخت نه ٢ دَ ښار دَ سړک په مينځ کښے رابهيدلو. دَ درياب په دواړو غاړو دَ ژوندُون يوه ونه وه چه دولس ځله ميوه ئے نيوله،دَ کال دَ هرے مياشتے دَ پاره يوه. اَؤ دَ ونو پاڼے به دَ قومُونو دَ روغولو دَ پاره وے. ٣ اَؤ په هغه ښار کښے به داسے هيڅ څيز مُوندلے نۀ شى چه خُدائے پرے لعنت کړے وى. اَؤ دَ خُدائے اَؤ دَ ګډورى تخت به هلته وى اَؤ دَ هغۀ خادمان به دَ هغۀ عبادت کوى. ٤ هغوئ به هغه مخامخ وينى اَؤ دَ هغۀ نُوم به ئے په تندو ليکلے وى. ٥ هلته به چرے شپه نۀ وى اَؤ نۀ به هغوئ ته دَ ډيوے يا دَ نمر حاجت وى ځکه چه مالِک خُدائے به دَ هغوئ رڼا وى،اَؤ هغوئ به هلته تل تر تله بادشاهى کوى.
دَ عيسىٰ راتلل
٦ بيا فرښتے ما ته ووئيل چه”دا خبرے دَ اِعتبار لائقے اَؤ رښتيا دى. مالک خُدائے چه خپل رُوح نبيانو له ورکوى،هغۀ خپله فرښته راوليږله چه دَ هغۀ خادمانو ته هغه څۀ وښيئ چه زر کيدُونکى دى.“ ٧ اَؤ ”ياد لرئ چه زَۀ زر درځم! بختور دے هغه چه دَ دے کتاب دَ پيشن ګوئى خبرے منى.“ ٨ اَؤ ما يوحنا،دا ټول وليدل اَؤ آؤريدل اَؤ کله چه ما دا واؤريدل اَؤ وليدل نو زَۀ دَ هغے فرښتے په پښو کښے په سجده پريوتلم چا چه ما ته دا ښکاره کړى وُو. ٩ خو هغے ما ته ووئيل،”نه،داسے مه کوه! زَۀ خو ستا اَؤ ستا دَ ورُوڼو نبيانو اَؤ څوک چه دَ دے کتاب خبرے منى،په شان يو خادم يم. خُدائے ته سجده کوه!“ ١٠ بيا هغے ما ته ووئيل چه”دَ پيشن ګوئى خبرے په دے کتاب کښے پټے مه ساته ځکه چه دَ هغو دَ پُوره کيدو وخت نزدے دے. ١١ اَؤ څوک چه بدکاران دى،پريږده چه بدکارُونه کوى،اَؤ څوک چه پليت دى،په خپلے پليتئ کښے دَ آخته وى. څوک چه رښتينے وى هغه دِ په خپله رښتينئ کښے پاتے شى اَؤ څوک چه پاک وى هم دِ پاک پاتے شى.“ ١٢ ”هو! ګورئ! زَۀ عيسىٰ زر درځم اَؤ خپل اَجر دَ ځان سره راوړم چه هر يو له دَ هغۀ دَ عمل په مُطابق اَجر ورکړم. ١٣ الفه اوميګه زَۀ يم،الاول اَؤ الاخر،ازل اَؤ خاتمه.“ ١٤ بختور دى هغه خلق چه خپلے جامے صفا وينځى،هغوئ به دَ ژوندُون دَ ونے حق ومُومى اَؤ ښار ته به په دروازو ورننوزى. ١٥ خو بهر به پليتان،جادُوګران اَؤ حرامکاران،قاتلان اَؤ بُت پرستان اَؤ ټول هغه څوک چه دروغ خوښوى اَؤ جوړوى پاتے شى. ١٦ ”ما عيسىٰ،خپله فرښته تاسو ته در وليږله چه جماعتُونو له ګواهى ورکړى چه زَۀ دَ داؤد دَ څانګے اَؤ نسل نه يم اَؤ دَ صباووُن پړقيدُونکى ستورے.“ ١٧ رُوحُ القُدس اَؤ ناوے وائى چه ”راشه!“ اَؤ هر آؤريدُونکے دِ هم وائى چه ”راشه!“ اَؤ څوک چه تږے وى،هغه دِ راشى،اَؤ څوک چه ئے غواړى،دَ ژوندُون له اوبو نه دِ ويړيا واخلى. ١٨ زَۀ هر چا ته دا خبردارے ورکوم چه دَ دے کتاب دَ پيشن ګويو کلام دے آؤرى،که څوک دَ ځانه په کښے زيات کړى نو خُدائے به هغۀ ته په دے کتاب کښے بيان شوى آفتُونه زيات کړى. ١٩ که څوک دَ پيشن ګويو دَ دے کتاب نه څۀ کمے وکړى نو خُدائے به دَ هغۀ دَ ژوند په ونه اَؤ دَ مُقدس ښار نه دَ هغۀ حِصه واخلى چه په دے کتاب کښے ئے بيان شوے دے. ٢٠ اَؤ څوک چه دَ دے خبرو شهادت ورکوى هغه وائى چه”هو،زَۀ زر درځم!“ آمين،مالِک عيسىٰ راشه! ٢١ دَ مالِک عيسىٰ فضل دِ په تاسو ټولو وى، آمين. - Bahira Omar ١٨ اَؤ القيوم،زَۀ مړ وم خو اوس تل تر تله ژوندے يم اَؤ دَ مرګ اَؤ دَ عالم ارواح کُنجيانے ما سره دى.
- Bahira Omar ٨ قادر مُطلق خُدائے وائى چه”زَۀ الاول اَؤ الاخر يم،چه شته،چه وُو اَؤ چه راتلُونکے دے.“
- Bahira Omar ٢٠ اَؤ څوک چه دَ دے خبرو شهادت ورکوى هغه وائى چه”هو،زَۀ زر درځم!“ آمين،مالِک عيسىٰ راشه!
- Bahira Omar دَ مالِک عيسىٰ فضل دِ په تاسو ټولو وى، آمين.
- Bahira Omar ٢٢ بيا دا چه پلار دَ يو کس هم عدالت نۀ کوى بلکه دا اِختيار ئے هم زوئے ته سپارلے دے. ٢٣ اَؤ دا دَ هغۀ مرضى ده چه ټول دِ دَ زوئے هم په هغه شان عزت کوى لکه چه دَ پلار ئے کوى. څوک چه دَ زوئے عزت نۀ کوى هغه دَ پلار عزت نۀ کوى چه هغه ئے را استولے دے. يوحنا 5
تۀ چې دلته څۀ لوستلى د هغې په وجه تا د عيسٰى مسيح په باره کښې څۀ فېصله کړې ده څه؟
***
د افسيانو په نُوم خط ٢: ٨-٩
ځکه که ستا په خُله يې دا اِقرار وى چه عيسىٰ مالِک دې اؤ په زړۀ کښې دِ دا ايمان وى چه خُدائ پاک هغه دَ مړو نه راپاڅولو نو تۀ به خلاصُون بيا مُومې.
د روميانو په نُوم خط ١٠: ١٩
خو خُدائ پاک خپله مينه مُونږ ته داسې ښکاره کړه،کله چه مُونږ لا ګُناه ګار وُو نو مسيح زمُونږ دَ پاره مړ ش
د روميانو په نُوم خط ٥: ٨
ځکه چه دَ ګُناه بدل مرګ دې خو دَ خُدائ پاک بخښنه زمُونږ په مالِک عيسىٰ مسيح کښې دَ تل ژوندُون دې.
د روميانو په نُوم خط ٦: ٢٣
زمُونږ دَ مالِک عيسىٰ مسيح اؤ دَ خُدائ پاک پلار دِ ثناء وى،چه دَ عيسىٰ مسيح دَ مړو نه دَ بيا ژوندى کولو په سبب يې په خپل لوئ رحمت سره مُونږ دَ ژوندى اُميد دَ پاره بيا پيدا کړُو.
د پطروس په نُوم اول خط ١: ٣
خُدائ دَ دې دُنيا سره داسې مينه وکړله چه خپل يکى يو زوئ يې هم ورکړو چه هر هغه څوک چه په زوئ يې ايمان راؤړى هغه هلاک نۀ شى خو دَ تل عُمرى ژوندُون بيا مُومى.
يوحنا ٣: ١٦
اشعيا 53
1 كیست كه خبر ما را تصدیق نموده وكیست كه ساعد خداوند بر او منكشف شده باشد؟
2 زیرا به حضور وی مثل نهال و مانند ریشه در زمین خشك خواهد رویید. او را نه صورتی و نه جمالی میباشد. و چون او را مینگریم منظری ندارد كه مشتاق او باشیم.
3 خوار و نزد مردمان مردود و صاحب غمها و رنج دیده و مثل كسی كه رویها را از او بپوشانند و خوار شده كه او را به حساب نیاوردیم.
4 لكن او غمهای ما را بر خود گرفت و دردهای ما را بر خویش حمل نمود. و ما او را از جانب خدا زحمت كشیده و مضروب و مبتلا گمان بردیم.
5 و حال آنكه به سبب تقصیرهای ما مجروح و به سبب گناهان ما كوفته گردید. و تأدیب سلامتی ما بر وی آمد و از زخمهای او ما شفا یافتیم.
6 جمیع ما مثل گوسفندان گمراه شده بودیم و هریكی از ما به راه خود برگشته بود و خداوند گناه جمیع ما را بروی نهاد.
7 او مظلوم شد امّا تواضع نموده، دهان خود را نگشود. مثل برهای كه برای ذبح میبرند و مانند گوسفندی كه نزد پشم برندهاش بیزبان است همچنان دهان خود را نگشود.
8 از ظلم و از داوری گرفته شد. و از طبقه او كه تفكّر نمود كه او از زمین زندگان منقطع شد و به جهت گناه قوم من مضروب گردید؟
9 و قبر او را با شریران تعیین نمودند و بعد از مردنش با دولتمندان. هرچندهیچ ظلم نكرد و در دهان وی حیلهای نبود.
10 امّا خداوند را پسند آمد كه او را مضروب نموده، به دردها مبتلا سازد. چون جان او را قربانی گناه ساخت، آنگاه ذریت خود را خواهد دید و عمر او دراز خواهد شد و مسرّت خداوند در دست او میسّر خواهد بود.
11 ثمره مشقّت جان خویش را خواهد دید و سیر خواهد شد. و بنده عادل من به معرفت خود بسیاری را عادل خواهد گردانید زیرا كه او گناهان ایشان را بر خویشتن حمل خواهد نمود.
12 بنابراین او را در میان بزرگان نصیب خواهم داد و غنیمت را با زورآوران تقسیم خواهد نمود، به جهت اینكه جان خود را به مرگ ریخت و از خطاكاران محسوب شد و گناهان بسیاری را بر خود گرفت و برای خطاكاران شفاعت نمود.
Bahira Omar/بهيرة عمر
۱۶خُدائے دَ دے دُنيا سره داسے مينه وکړله چه خپل يکى يو زوئے ئے هم ورکړو چه هر هغه څوک چه په زوى ئے ايمان راؤړى هغه هلاک نۀ شى خو دَ تل عُمرى ژوندُون بيا مُومى. ۱۷خُدائے خپل زوئے دُنيا ته دَ دُنيا دَ مُجرم کولو دَ پاره نۀ دے راليږلے بلکه دَ دے دَ پاره چه دَ هغۀ په وسيله دُنيا خلاصُون بيا مُومى.
۱۸څوک چه په هغۀ ايمان راؤړى هغه به مُجرم هم نۀ شى خو چا چه پرے ايمان نۀ دے راوړے هغه خو دَ مخکښے نه مُجرم شوے دے ځکه چه دَ خُدائے دَ يکى يو زوى نه مُنکر دے. ۱۹اَؤ دَ مُجرم کيدلو سبب دا دے چه دُنيا ته نُور راغلے دے خو خلق دَ نُور په ځائے په تيارۀ ځکه خوشحاله وُو چه دَ هغوئ کارُونه بد وُو. ۲۰بدکاره سړے هميشه دَ نُور سره کينه لرى اَؤ ځان ترے ساتى هسے نۀ چه دَ دوئ کارُونه څرګند شى. ۲۱هر څوک چه نيک کارُونه کوى هغه نُور ته راځى ځکه چه کارُونه ئے په نُور کښے څرګند شى چه هغه دَ خُدائے په رضا کړى شوى دى.“
۳۵پلار دَ زوئى سره مينه کوى اَؤ هغۀ ته ئے ټول اِختيار ورکړے دے. ۳۶څوک چه په زوئے ايمان راؤړى نو هغه دَ تل ژوندُون لرى، خو څوک چه دَ زوئے نافرمانى وکړى هغه به دا ژوندُون ونۀ وينى ليکن دَ خُدائے غضب په هغۀ دے.“
۲۲بيا دا چه پلار دَ يو کس هم عدالت نۀ کوى بلکه دا اِختيار ئے هم زوئے ته سپارلے دے. ۲۳اَؤ دا دَ هغۀ مرضى ده چه ټول دِ دَ زوئے هم په هغه شان عزت کوى لکه چه دَ پلار ئے کوى. څوک چه دَ زوئے عزت نۀ کوى هغه دَ پلار عزت نۀ کوى چه هغه ئے را استولے دے.
کلام جُسه شو
۱په ازل کښے کلام وو اَؤ کلام دَ خُدائے څخه وو اَؤ کلام خُدائے وو، ۲دغه په ازل کښے دَ خُدائے څخه وو. ۳اَؤ دَ هغۀ په وسيله ټول څيزُونه په وجُود کښے راغلل. څۀ چه په وجُود کښے راغلل، يو څيز هم بغير دَ هغۀ نه په وجُود کښے رانۀ غے. ۴په هغۀ کښے ژوندون وو اَؤ هم دغه ژوندُون دَ بنى آدمو نُور وو. ۵اَؤ نُور په تيارۀ کښے ځليږى اَؤ تيارۀ پرے هيڅ کله هم غالبه نۀ شوه.۱۴نو کلام جُسه شو اَؤ هغه زمُونږ سره اوسيدو اَؤ مُونږ دَ هغۀ لوئى وليده، داسے لوئى لکه چه دَ پلار دَ يو زوئے چه په فضل اَؤ حقيقت معمُور وى.
خُدائے دَ خپل زوئے په وسيله خبرے کړے دى
۱په تيره زمانه کښے خُدائے زمُونږ دَ پلارانو نيکُونو سره ډير ځله په مُختلفو طريقو سره دَ نبيانو په معرفت خبرے وکړلے. ۲خو په دے آخره زمانه کښے ئے مُونږ سره دَ خپل زوى په معرفت کلام وکړو چه هغه ئے دَ ټولو څيزُونو وارِث وګرزولو اَؤ دَ هغۀ په وسيله ئے هم ټول کائنات پيدا کړل. ۳چه هغه دَ خُدائے دَ جلال مظهر اَؤ دَ هغۀ دَ ذات عکس دے اَؤ ټول څيزُونه دَ خپل قُدرت په کلام سمبالوى. هغۀ ګُناهُونه پاک کړل اَؤ په آسمان کښے دَ قادرِ مُطلق خُدائے په ښى لاس کښيناستو.۵هم هغه شان خُوئ لرئ لکه څنګه چه دَ مسيح عيسىٰ وو.۶هغه اګر که دَ خُدائے په صُورت وو دَ خُدائے سره برابريدل ئے په قبضه کښے دَ ساتلو څيز ونۀ ګڼلو. ۷بلکه خپل ځان ئے دَ هغه ټولو اِختيارُونو نه خالى کړو اَؤ دَ غُلام شکل ئے اِختيار کړو، اَؤ دَ اِنسان په شان شو. ۸اَؤ په اِنسانى جُسه کښے ښکاره شو، خپل ځان ئے عاجز کړو اَؤ دومره تابعدار شو چه مرګ، بلکه دَ سولئ مرګ ئے وزغملو. ۹په دغه وجه خو خُدائے هم هغه ډير سربلند کړو اَؤ هغۀ ته ئے هغه نُوم وبخښلو کُوم چه دَ ټولو نومُونو نه اعلىٰ دے، ۱۰دَ پاره دَ دے چه دَ عيسىٰ په نُوم هر يو موجودات په سجده شى، خوا که په آسمانُونو کښے، يا په مزکه کښے، يا هغه چه دَ مزکے دَ لاندے وى، ۱۱اَؤ دَ خُدائے پلار دَ جلال دَ پاره هره يوه ژبه اِقرار وکړى چه عيسىٰ مسيح مالِک دے. ۲۰خو په حقيقت کښے مسيح راژوندے شوے وو. داسے هغه په مړو کښے اولنے ژوندے شوے سړے دے. ۲۱ځکه چه دَ يو سړى په سبب په دُنيا کښے مرګ راغے اَؤ دَ يو سړى په سبب دَ مړو نه راژوندى کيدل راغلل. ۲۲لکه څنګه چه ټول خلق چه دَ آدم اَؤلاد دى، مرى، هغه شان څوک چه دَ مسيح دى ټول به ژوندى کړے شى. ۲۳خو هر يو به په خپل خپل وار، اول مسيح، بيا دَ مسيح په راتلو دَ هغۀ خلق. ۲۴بيا به آخرت راشى، اَؤ کله چه مسيح ټول حُکومتُونه اَؤ ټول اِختيارُونه اَؤ قُدرتُونه نِشت کړى نو بادشاهى به خُدائے، يعنے خُدائے پلار ته په حواله کړى. ۲۵ولے چه تر څو چه مسيح ټول دُښمنان تر پښو لاندے نۀ کړى هغۀ له بادشاهى کول ضرُورى ده. ۲۶اَؤ دَ ټولو نه وروستے دُښمن چه به نِشت کړى، هغه مرګ دے. ۲۷ځکه چه ”خُدائے ټول څيزُونه دَ هغۀ دَ پښو دَ لاندے کړى دى،“ خو دَ ټولو څيزُونو مطلب دا نۀ دے چه خُدائے په دے څيزُونو کښے شامل دے ځکه چه خُدائے دا ټول څيزُونه دَ مسيح دَ لاندے کړى دى. ۲۸اَؤ هر کله چه ټول څيزُونه ئے دَ هغۀ دَ لاندے کړى دى نو زوئے به هم دَ خُدائے دَ لاندے کړے شى چا چه ټول څيُزونه دَ هغۀ دَ لاندے کړل اَؤ دغه شان به خُدائے په ټولو کښے هر څۀ وى.
Summary:
Arabic: http://ow.ly/Yrci8
Arabic 1: https://justpaste.it/rgkt
Arabic 2: https://justpaste.it/11ybv
Arabic- Revealing Islam: http://justpaste.it/q3y5
English: http://justpaste.it/jb82
Urdu: https://justpaste.it/pq41
Farsi: http://justpaste.it/q3y9
Pashto: http://justpaste.it/q3ya
Turkish: http://justpaste.it/q3y0
Kurdish 1: https://justpaste.it/13rdd
Kurdish 2: https://justpaste.it/13rj0
Hebrew: http://justpaste.it/q4vm
Hindi: http://justpaste.it/q64l
Swahili: http://justpaste.it/q4cv
Chinese 1: https://justpaste.it/11czt
Chinese 2: https://justpaste.it/zri0
***
www.pashto-bible.weebly.com -in Pashto