Who is Jesus?- عيسٰى مسيح څوک دې؟
سوال: عيسٰى مسيح څوک دې؟
جواب: عيسٰى مسيح څوک دې؟ دا سوال د هغه په شان نۀ دې چې آيا خدائ پاک شته؟ ځکه چې دا سوال صرف يو څو کسان کوى چې عيسٰى مسيح موجود وو او که نه. په عامه توګه دا خبره منلې شى چې عيسٰى مسيح په رښتيا سره يو سړې وو چې هغۀ زمکه باندې په اسرائيل کښې ٢٠٠٠ کاله مخکښې ژوند تېرولو. دا بحث هغه شروع کېږى چې کله موضوع دا وى چې د هغه مکلمه پېژندګلو څۀ ده. تقريبا ټول لوئ مذهبونه دا ښودنه کوى چې عيسٰى مسيح يو پېغمبر وو، يو ښه استاد وو، يا ښه سړې وو. مسئله دا ده چې کله مونږ ته مقدس کتاب وائى چې هغه د پېغمبر نه، يو ښه استاذ، ښه انسان نه زيات نور څۀ هم وو.
CS Lewis په خپل کتاب صرف عيسائيت کښې داسې وائى: ”زۀ دلته د هغۀ څيز کوشش کوم چې ځان بچ کړم چې خلق د عيسٰى مسيح په باره کښې کومې کم عقلې خبرې کوى: زۀ دې ته تيار يم چې عيسٰى مسيح يو لوئ اخلاقى استاذ ومنم، خو زۀ دا نۀ شم منلې چې هغه دا دعوه کوى چې زۀ خدائ پاک يم.“ دا هغه څۀ دى چې مونږ له وئيل نه دى په کارى. يو انسان چې صرف انسان وو او دا قسم خبرې يې هم کړې دى عيسٰى مسيح ووئيل نو هغه به يو لوئ اخلاقى استاذ نۀ وى. نو هغه به يا لېونې وى يا به داسې سړې وى چې هغه خپلې اګۍ جنګوى او يا به هغه د دوزخ پېرې وى. تا له په کار دى چې ته يوه خوښه وکړې. چې هغه يو انسان وو، دې، د خدائ پاک زوئ، ليونې يا بل د دې نه بده خبره. تۀ هغه لېوانې راغورزولې شې، په هغه توکاڼى تُوکولې شې، وژلې يې شې چې دې پېرې دې، يا تۀ د هغۀ په ښپو غورزېدلې شې چې هغۀ ته مالک خدائ پاک ووائې. خو راځئ چې په داسې څۀ مطلب کښې پرې نۀ وزوو چې هغه يو لوئ انسانى استاذ هم وو. هغۀ مونږ ته دا خوښه کولاو نۀ ده پرېښودلې. او د هغۀ دا اراده هم نۀ وه.
نو، دا دعوه چا وکړه چې هغه عيسٰى مسيح دې؟ څوک وائى چې مقدس کتاب دا وائى چې هغه عيسٰى مسيح دې؟ راځئ چې اول د عيسٰى مسيح هغه ټکى وګورو چې هغه يې په يوحنا ١٠: ٣٠ کښې وائى، ”زۀ او پلار يو يُو.“ په اول نظر کښې کېدې شى چې دا داسې ښکاره نۀ شى دا دعوه وى چې زۀ خدائ يم. نو اوس د يهوديانو د دې بيان په جواب کښې رد عمل ته وګورئ، ”مونږ تا دَ څۀ ښۀ کار په وجه نۀ سنګسار وُو خو دَ کُفر په سبب،ځکه چه تۀ خو تش اِنسان ئے اَؤ دَ خُدائى دعوىٰ کوے.“ (يوحنا ١٠: ٣٣). يهوديان په دې پوهېدل چې عيسى مسيح دا خبره وکړه چې زۀ خدائ يم. په دې آيات کښې عيسٰى مسيح يهوديان منع نۀ کړل چې ورته ووائى، ”ما دا دعوه نۀ ده کړه چې زۀ خدائ يم“. دا هغې ته اشاره کوى چې عيسٰى مسيح په رښتيا سره ووئيل چې هغه خدائ دې چې دا اعلان يې وکړو، ”زۀ او پلار يو يُو.“ (يوحنا ١٠: ٣٠). يو بل مثال يوحنا ٨: ٥٨ دې. عيسٰى مسيح دا اعلان کوى، ”زۀ تاسو ته رښتيا وايم، عيسٰى مسيح جواب ورکړو، د ابراهيم د پېدا کېدو نه مخکښې زۀ موجود وم!“ يو ځل بيا، په جواب کښې، يهوديانو کاڼى راوخستل چې د عيسٰى مسيح د سنګسارولو کوشش وکړى. (يوحنا ٨: ٥٩). عيسٰى مسيح خپله پېژندګلو داسې کوى، ”زۀ يم“ دا د خدائ پاک په زړه لوظ نامه کښې د خدائ پاک وئيلو ته سيدها اشاره ده. (هجرت ٣: ١٤). نو بيا يهوديانو عيسٰى مسيح سنګسارول ولې غوښتل چې هغۀ داسې څۀ نۀ وې وئيلى چې د هغوى خيال نۀ وې چې دا ګستاخى ده، يعنې دا دعوه چې هغه خدائ دې؟
يوحنا ١: ١ وائى چې، ”کلام خدائ وو“. يوحنا ١: ١٤ وائى چې، ”کلام جوسه شو.“ دا په صفا توګه اشاره کوى چې عيسٰى مسيح په جوسه شوې خدائ دې. تيمطوس شاګرد عيسٰى مسيح ته ووئيل، ”زما مالک زما خدائ“ (يوحنا ٢٠: ٢٨). خو عيسٰى مسيح هغه منع نۀ کړو. پولوس رسول هغۀ ته داسې وائى، ”.. زمونږ لوئ خدائ نجات ورکوونکې، عيسٰى مسيح“. (تيطوس په نوم خط ٢: ١٣). پطروس رسول هم دغه شان وائى، ”... زمونږ لوئ خدائ نجات ورکوونکې، عيسٰى مسيح“.“ (د پطروس په نوم دويم خط ١: ١). خدائ پلار د زمونږ لوئ خدائ نجات ورکوونکې، عيسٰى مسيح“. پوره ګواه دې او پوره پېژندګلو دې، ”د زوئ په باره کښې هغه وائى، ”اے خدايه پاکه، ستا تخت به همېشه همېشه د پاره وى، او ستا صداقت به ستا د بادشاهۍ د طاقت لخته وى.“ زړه لوظ نامه د زمونږ لوئ خدائ نجات ورکوونکې، عيسٰى مسيح“. په باره کښې پېشن ګوئى ورکوى، ”نو زمونږ يو ماشوم پېدا شوې دې، مونږ له يو زوئ راکړې شوې دې، او حکومت به د هغۀ په ولو باندې پروت وى، او هغه به ښۀ مشوره ورکوونکے وبللې شى، لوئ خدائ، ابدى پلار، او د آمن شهزاده.“
نو لکه چې CS Lewis بحث کوى، چې په دې باندې يقين ساتل چې عيسٰى مسيح يو ښـۀ استاذ دې دا يو خوښه نۀ ده. عيسٰى مسيح په صفا توګه او يقيناً دا دعوه کوى چې هغه خدائ دې. کۀ هغه خدائ نۀ وى، نو بيا هغه دروغژن دې، نو بيا پېغمبر هم نۀ دې، نۀ ښۀ استاذ، نۀ ښۀ انسان. دوه زره کاله مخکښې تېر شوى دى چې عيسٰى مسيح کړى يا وئيلى دى دا هر څه د هغوى په ذريعه رارسېدلى دى چې چا د هغۀ سره ژوند کولو، د هغه خدمت کولو، او عيسٰى مسيح په خپله د هغوى استاذ وو.
(يوحنا ١٤: ٢٦)
نو دا سوال د عيسٰى مسيح د پېژندګلو د پاره ډېر اهم دې؟ دا څۀ خبره ده چې عيسٰى مسيح خدائ دې او که نۀ دې؟ د ټولو نه اهمه وجه دا ده چې عيسٰى مسيح خدائ وى، کۀ هغه خدائ نۀ وى، نو د هغۀ مرګ به د ټولې دنيا د ګناه د معافۍ د پاره ټيک نۀ وى. (د يوحنا په نوم اول خط ٢: ٢). صرف خدائ پاک داسې يوه لويه بدله ورکولې شى (د روميانو په نوم خط ٥: ٨؛ د کورنتيانو په نوم خط ٥: ٢١). عيسٰى مسيح خدائ ځکه کېدې شى چې هغۀ زمونږ د ګناه قرض ادا کړې دې. عيسٰى مسيح ځکه انسان جوړ شو چې هغه مړ شى. نجات صرف د عيسٰى مسيح په منلو سره ملاوېږى. عيسٰى مسيح صرف د نجات يواځينۍ لار ده. نو عيسٰى مسيح ځکه دا اعلان کوى، ”زۀ لار يم، زۀ حق يم، او زۀ ژوندون يم. هيڅ څوک زما د وسيلې نه بغېر پلار ته نۀ شى تلې“.
(يوحنا ١٤: ٦).
اشعيا 53
1 كیست كه خبر ما را تصدیق نموده وكیست كه ساعد خداوند بر او منكشف شده باشد؟
2 زیرا به حضور وی مثل نهال و مانند ریشه در زمین خشك خواهد رویید. او را نه صورتی و نه جمالی میباشد. و چون او را مینگریم منظری ندارد كه مشتاق او باشیم.
3 خوار و نزد مردمان مردود و صاحب غمها و رنج دیده و مثل كسی كه رویها را از او بپوشانند و خوار شده كه او را به حساب نیاوردیم.
4 لكن او غمهای ما را بر خود گرفت و دردهای ما را بر خویش حمل نمود. و ما او را از جانب خدا زحمت كشیده و مضروب و مبتلا گمان بردیم.
5 و حال آنكه به سبب تقصیرهای ما مجروح و به سبب گناهان ما كوفته گردید. و تأدیب سلامتی ما بر وی آمد و از زخمهای او ما شفا یافتیم.
6 جمیع ما مثل گوسفندان گمراه شده بودیم و هریكی از ما به راه خود برگشته بود و خداوند گناه جمیع ما را بروی نهاد.
7 او مظلوم شد امّا تواضع نموده، دهان خود را نگشود. مثل برهای كه برای ذبح میبرند و مانند گوسفندی كه نزد پشم برندهاش بیزبان است همچنان دهان خود را نگشود.
8 از ظلم و از داوری گرفته شد. و از طبقه او كه تفكّر نمود كه او از زمین زندگان منقطع شد و به جهت گناه قوم من مضروب گردید؟
9 و قبر او را با شریران تعیین نمودند و بعد از مردنش با دولتمندان. هرچندهیچ ظلم نكرد و در دهان وی حیلهای نبود.
10 امّا خداوند را پسند آمد كه او را مضروب نموده، به دردها مبتلا سازد. چون جان او را قربانی گناه ساخت، آنگاه ذریت خود را خواهد دید و عمر او دراز خواهد شد و مسرّت خداوند در دست او میسّر خواهد بود.
11 ثمره مشقّت جان خویش را خواهد دید و سیر خواهد شد. و بنده عادل من به معرفت خود بسیاری را عادل خواهد گردانید زیرا كه او گناهان ایشان را بر خویشتن حمل خواهد نمود.
12 بنابراین او را در میان بزرگان نصیب خواهم داد و غنیمت را با زورآوران تقسیم خواهد نمود، به جهت اینكه جان خود را به مرگ ریخت و از خطاكاران محسوب شد و گناهان بسیاری را بر خود گرفت و برای خطاكاران شفاعت نمود.
Bahira Omar/بهيرة عمر
۱۶خُدائے دَ دے دُنيا سره داسے مينه وکړله چه خپل يکى يو زوئے ئے هم ورکړو چه هر هغه څوک چه په زوى ئے ايمان راؤړى هغه هلاک نۀ شى خو دَ تل عُمرى ژوندُون بيا مُومى. ۱۷خُدائے خپل زوئے دُنيا ته دَ دُنيا دَ مُجرم کولو دَ پاره نۀ دے راليږلے بلکه دَ دے دَ پاره چه دَ هغۀ په وسيله دُنيا خلاصُون بيا مُومى.
۱۸څوک چه په هغۀ ايمان راؤړى هغه به مُجرم هم نۀ شى خو چا چه پرے ايمان نۀ دے راوړے هغه خو دَ مخکښے نه مُجرم شوے دے ځکه چه دَ خُدائے دَ يکى يو زوى نه مُنکر دے. ۱۹اَؤ دَ مُجرم کيدلو سبب دا دے چه دُنيا ته نُور راغلے دے خو خلق دَ نُور په ځائے په تيارۀ ځکه خوشحاله وُو چه دَ هغوئ کارُونه بد وُو. ۲۰بدکاره سړے هميشه دَ نُور سره کينه لرى اَؤ ځان ترے ساتى هسے نۀ چه دَ دوئ کارُونه څرګند شى. ۲۱هر څوک چه نيک کارُونه کوى هغه نُور ته راځى ځکه چه کارُونه ئے په نُور کښے څرګند شى چه هغه دَ خُدائے په رضا کړى شوى دى.“
۳۵پلار دَ زوئى سره مينه کوى اَؤ هغۀ ته ئے ټول اِختيار ورکړے دے. ۳۶څوک چه په زوئے ايمان راؤړى نو هغه دَ تل ژوندُون لرى، خو څوک چه دَ زوئے نافرمانى وکړى هغه به دا ژوندُون ونۀ وينى ليکن دَ خُدائے غضب په هغۀ دے.“
۲۲بيا دا چه پلار دَ يو کس هم عدالت نۀ کوى بلکه دا اِختيار ئے هم زوئے ته سپارلے دے. ۲۳اَؤ دا دَ هغۀ مرضى ده چه ټول دِ دَ زوئے هم په هغه شان عزت کوى لکه چه دَ پلار ئے کوى. څوک چه دَ زوئے عزت نۀ کوى هغه دَ پلار عزت نۀ کوى چه هغه ئے را استولے دے.
کلام جُسه شو
۱په ازل کښے کلام وو اَؤ کلام دَ خُدائے څخه وو اَؤ کلام خُدائے وو، ۲دغه په ازل کښے دَ خُدائے څخه وو. ۳اَؤ دَ هغۀ په وسيله ټول څيزُونه په وجُود کښے راغلل. څۀ چه په وجُود کښے راغلل، يو څيز هم بغير دَ هغۀ نه په وجُود کښے رانۀ غے. ۴په هغۀ کښے ژوندون وو اَؤ هم دغه ژوندُون دَ بنى آدمو نُور وو. ۵اَؤ نُور په تيارۀ کښے ځليږى اَؤ تيارۀ پرے هيڅ کله هم غالبه نۀ شوه.۱۴نو کلام جُسه شو اَؤ هغه زمُونږ سره اوسيدو اَؤ مُونږ دَ هغۀ لوئى وليده، داسے لوئى لکه چه دَ پلار دَ يو زوئے چه په فضل اَؤ حقيقت معمُور وى.
خُدائے دَ خپل زوئے په وسيله خبرے کړے دى
۱په تيره زمانه کښے خُدائے زمُونږ دَ پلارانو نيکُونو سره ډير ځله په مُختلفو طريقو سره دَ نبيانو په معرفت خبرے وکړلے. ۲خو په دے آخره زمانه کښے ئے مُونږ سره دَ خپل زوى په معرفت کلام وکړو چه هغه ئے دَ ټولو څيزُونو وارِث وګرزولو اَؤ دَ هغۀ په وسيله ئے هم ټول کائنات پيدا کړل. ۳چه هغه دَ خُدائے دَ جلال مظهر اَؤ دَ هغۀ دَ ذات عکس دے اَؤ ټول څيزُونه دَ خپل قُدرت په کلام سمبالوى. هغۀ ګُناهُونه پاک کړل اَؤ په آسمان کښے دَ قادرِ مُطلق خُدائے په ښى لاس کښيناستو.۵هم هغه شان خُوئ لرئ لکه څنګه چه دَ مسيح عيسىٰ وو.۶هغه اګر که دَ خُدائے په صُورت وو دَ خُدائے سره برابريدل ئے په قبضه کښے دَ ساتلو څيز ونۀ ګڼلو. ۷بلکه خپل ځان ئے دَ هغه ټولو اِختيارُونو نه خالى کړو اَؤ دَ غُلام شکل ئے اِختيار کړو، اَؤ دَ اِنسان په شان شو. ۸اَؤ په اِنسانى جُسه کښے ښکاره شو، خپل ځان ئے عاجز کړو اَؤ دومره تابعدار شو چه مرګ، بلکه دَ سولئ مرګ ئے وزغملو. ۹په دغه وجه خو خُدائے هم هغه ډير سربلند کړو اَؤ هغۀ ته ئے هغه نُوم وبخښلو کُوم چه دَ ټولو نومُونو نه اعلىٰ دے، ۱۰دَ پاره دَ دے چه دَ عيسىٰ په نُوم هر يو موجودات په سجده شى، خوا که په آسمانُونو کښے، يا په مزکه کښے، يا هغه چه دَ مزکے دَ لاندے وى، ۱۱اَؤ دَ خُدائے پلار دَ جلال دَ پاره هره يوه ژبه اِقرار وکړى چه عيسىٰ مسيح مالِک دے. ۲۰خو په حقيقت کښے مسيح راژوندے شوے وو. داسے هغه په مړو کښے اولنے ژوندے شوے سړے دے. ۲۱ځکه چه دَ يو سړى په سبب په دُنيا کښے مرګ راغے اَؤ دَ يو سړى په سبب دَ مړو نه راژوندى کيدل راغلل. ۲۲لکه څنګه چه ټول خلق چه دَ آدم اَؤلاد دى، مرى، هغه شان څوک چه دَ مسيح دى ټول به ژوندى کړے شى. ۲۳خو هر يو به په خپل خپل وار، اول مسيح، بيا دَ مسيح په راتلو دَ هغۀ خلق. ۲۴بيا به آخرت راشى، اَؤ کله چه مسيح ټول حُکومتُونه اَؤ ټول اِختيارُونه اَؤ قُدرتُونه نِشت کړى نو بادشاهى به خُدائے، يعنے خُدائے پلار ته په حواله کړى. ۲۵ولے چه تر څو چه مسيح ټول دُښمنان تر پښو لاندے نۀ کړى هغۀ له بادشاهى کول ضرُورى ده. ۲۶اَؤ دَ ټولو نه وروستے دُښمن چه به نِشت کړى، هغه مرګ دے. ۲۷ځکه چه ”خُدائے ټول څيزُونه دَ هغۀ دَ پښو دَ لاندے کړى دى،“ خو دَ ټولو څيزُونو مطلب دا نۀ دے چه خُدائے په دے څيزُونو کښے شامل دے ځکه چه خُدائے دا ټول څيزُونه دَ مسيح دَ لاندے کړى دى. ۲۸اَؤ هر کله چه ټول څيزُونه ئے دَ هغۀ دَ لاندے کړى دى نو زوئے به هم دَ خُدائے دَ لاندے کړے شى چا چه ټول څيُزونه دَ هغۀ دَ لاندے کړل اَؤ دغه شان به خُدائے په ټولو کښے هر څۀ وى.
Summary:
Arabic: http://ow.ly/Yrci8
Arabic 1: https://justpaste.it/rgkt
Arabic 2: https://justpaste.it/11ybv
Arabic- Revealing Islam: http://justpaste.it/q3y5
English: http://justpaste.it/jb82
Urdu: https://justpaste.it/pq41
Farsi: http://justpaste.it/q3y9
Pashto: http://justpaste.it/q3ya
Turkish: http://justpaste.it/q3y0
Kurdish 1: https://justpaste.it/13rdd
Kurdish 2: https://justpaste.it/13rj0
Hebrew: http://justpaste.it/q4vm
Hindi: http://justpaste.it/q64l
Swahili: http://justpaste.it/q4cv
Chinese 1: https://justpaste.it/11czt
Chinese 2: https://justpaste.it/zri0
***
www.pashto-bible.weebly.com -in Pashto